ډېری خلک د زړښت سره د راتلوونکو بدني کمزوریو او ناروغیو څخه د ژغورلو هیله لري، چې اوسمهال د داسې هیلې پوره کېدل تقریباً ممکن شوي دي.
ساینسپوهانو د ښکلې او تل پاتې ځوانۍ د لاسته راوړلو ادعا کړې.
د Journal of Aging په طبي ژورنال کې د یوې خپرې شوې څېړنې له مخې ویل کېږي، چې د (هایبر بیرم اکسیجن ټریټمنټ یا HBOT) په وسیله د انساني حجرو د عمر ډېرېدل دروي او په بېرته وروسته کولو کې یې بریالیتوب ترلاسه کړی.
شاید تاسې به لا په دې نه پوهېږئ، چې د عمر په ډېرېدو سره زموږ په بدن کې خرابي رامنځته کېږي، چې په سبب ډي این ای دوامداره کېږي چې دې کړنېته ټیلومیرز وایي.
ټیلومیرز د انساني کروموزمو د پروټینو ساتونکي وي، چې اوږدوالی یې د عمر په ډېرېدو را کمېږي. دغه راز هر ځلې د حجرې په ویشل کېدو سره یې په اوږدوالي کې هم کمي راځي او دا کړنه همداسې دوام پیدا کوي تر دې چې حجره له فعالیته ولوېږي.
د منځني عمر څخه وروسته حجرې په ویشل کېدو پیل کوي، چې د همدې سلسلې په دوام سره ورو ورو له منځه ځي. د ټیلومیرز په اوږدوالي کې کمښت او د حجرو له منځه تلل د بدني زړښت سبب ګرځي، چې په دې څېړنه کې د همدې کړنې د وروسته کولو هدف ګرځول شوي.
په HBOT طریقه کې پر اکسیجن فشار راوړي، ترڅو په وینه کې د اکسیجن کچه ډېره کړي.
دا طریقه د ځانګړو جینونو د بدلون او د اکسایډي فشارونو له امله د زیانونه د کمولو لپاره کارول کېږي. چې په سبب دا طریقه د هغه زخمونو د درملنې لپاره استعمالېږي چې نه ښه کېږي. خو په دې څېړنه کې لېدل شوي، چې ټیلومیرز تر کومه حده ژغورل کېږي او اوږدوالي یې ډېرېږي او که ته.
د همدې موخې لپاره یې ۳۵ کسان چې ۶۴ کاله عمر یې درلود د HBOT په طریقه یې د درملنې لاندې ونېول، چې همدې رضاکارو کسانو ته یې تر ۹۰ دقیقو لپاره سل سلنه اکسیجن ورکړ.
څېړونکو د درملنې پر وخت د دوی سپین کرویات هم وکتل او بیا همدا کړنه له ۳۰ څخه تر ۶۰ ورځو وروسته تکرار کړه او د درملنې څخه یې دوه اوونۍ وروسته هم ورته کړنه ترسره کړه.
په پایله کې معلومه شوه، چې په دې طریقه یې د ټي هیلپر، ټي cytotoxic او د بي په حجرو کې د ټیلومیرز اوږدوالی شل سلنه ډېر کړی دی.
دغه راز په زړو حجرو کې هم ښکاره کمښت راغلی و.
څېړونکي وایي، چې د ټیلومیرز په اوږدوالي کې کمی د زړښت په سبب رامنځته کېږي، دوی وایي، چې د ټولې نړۍ څېړونکي هڅې کوي، چې د ټیلومیرز اوږدوالي په خپل حالت کې وساتي او زموږ طریقه په دې اړوند بریالۍ وه او کولی شو چې د حجرو په سطحه د زړښت کړنه بېرته وروسته کړو.
خو یاده دې وي، چې دا خلک له زړښت څخه نه شو ژغورلی، بلکې له ځانګړو ناروغیو څخه د مخنیوي او درملنې کې بریالي کېدلی شو.
دغه راز که چېرته دوی په دې کړنه کې په پوره توګه بریالي شي، نو د عمر په ډېرولو کې هم مرستندویه ثابتېږي.