کورپاڼه / اسلام / د حضرت محمد (ص) د خوښې مېوه یا خرما داسې وخورئ
خرما

د حضرت محمد (ص) د خوښې مېوه یا خرما داسې وخورئ

د حضرت محمد ص د خوښې مېوه یا د خرما د یوې دانې په خوړلو سره د بدن ځواک، د سږو قوت او په بدن کې د وینې کچه ډېره کړئ.

عربان عموماً خرما د خوراکي توکي په ډول استعالوي، چې حضرت محمد ص لخوا هم د خرما د مېوې په اړه ډېر صفتونه شوي دي. په ځانګړې توګه د هغې خرما په اړه چې تازه وي. د حضرت محمد ص به خرماوې ډېرې خوښېدې او ګټه به یې ترې اخیستله. رسول الله فرمایي، هر څوک چې هر سهار اوه دانې تازه خرماوې وخوري، نو نوموړي شخص ته به جادو او زهر کوم زیان ونه شي رسولی. په یو بل ځای کې ارشاد فرمایي، چې خرما د جنت مېوه ده، چې د زهر پر وړاندې شفا ورکوونکي اغېزې لري.

د خرما ګټې:

خرما یو داسې ځواکمن غذایي خواړه ګڼل کېږي، چې له ټولو مېوو څخه ډېر ځواک انسان ته ورکوي. یعنې د انسان بدن چې څومره ځواک ته اړتیا لري، دومره ځواک په خرما کې شتون لرلی شي. دغه راز د انسان وجود برابر ساتي، د وینې په پاکولو کې ګټوره تمامېږي او د سینې او سږو لپاره له خرما څخه پرته کوم بل توکی زیات قوت نه شي ورکولی.

هډوکو ته ځواک ورکوي:

ویل کېږي، چې خرما په زیاته کچه معدني مواد لري، چې هډوکو ته قوت ورکوي، دغه راز د خرما په جوړښت کې د سلینوم، مس او د میګنیزیم په درلودلو سره د هډوکو د ودې سبب کېږي. په ځانګړي ډول هغه کسان باید د خرما له ګټو ډېر مستفید شي، چې عمرونه یې ډېروي.

د وینې لپاره:

وایي چې خرما په زیاته اندازه اوسپنه لري، چې د ونې په پوره کولو کې تر ټولو غوره مېوه ګڼل کېږي. دغه راز هغه کسان چې له پیدایښته د ذکر شوې ستونزې سره مخ وي، د خرما په استعمال به یې ستونزه حل شي.

دا هم ولولئ

آیا د ورزش نه کولو له اغېزو خبر یاست؟

ورزش یا سپورټ کول د صحت مندانه او روغ ژوند لپاره اړین وي، خو پوښتنه …