کورپاڼه / خبرونه / فرهان يوسفزي د پاکستان کرکټ بورډ ته سخت غبرګون ښکاره کړ
فرهان يوسفزى او وسيم خان

فرهان يوسفزي د پاکستان کرکټ بورډ ته سخت غبرګون ښکاره کړ

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزي د پاکستان کرکټ بورډ اجراييوي رييس وسيم خان هغه څرګندونو ته غبرګون ښکاره کړى دى، چې ويلي يې و، پاکستان له افغانستان سره د کرکټ په برخه کې ډېره مرسته کړې.

وسيم خان په خپله يوه مرکه کې ويلي و، چې په افغانستان کې د کرکټ په پيل کې د پاکستان ډېره ونډه ده، افغان لوبغاړو په پاکستان کې د ډېر وخت لپاره لوبې کړي، تمرينات يې ترلاسه کړي او همدا راز پاکستاني روزونکو افغان لوبغاړو ته روزنه ورکړې ده.

خو د هغه په خبرو فرهان يوسفزي غبرګون ښکاره کړى دى.

فرهان يوسفزي په ټويټر کې په يو ټويټ کې ليکلي دي: ((افغان اتلانو په نړۍ کې د برياو او لاسته راوړنو تاريخ پرته د چا له مرستې او همکارۍ په خپل همت او استعداد جوړ کړى دى.))


بل لوري ته د ملي لوبډلې پخواني روزونکي او د کرکټ بورډ اوسني تخنيکي سلاکار تاج ملک عالم هم د وسيم خان په څرګندونو غبرګون ښکاره کړى دى او ويلي يې دي، چې که د پاکستان روزونکو افغان لوبغاړو ته روزنه ورکړې ده، نو په بدل کې يې پېسې اخيستي دي او که افغان لوبغاړو په پاکستان کې تمرينات کړي دي، هم پرېمانه پېسې يې مصرف کړي دي.

خو بل لوري ته ځينو ورزشي خبريالانو بيا د فرهان يوسفزي په څرګندونو نيوکه کړې ده او ويلي يې دي، چې په دې کې هېڅ شک نشته چې پاکستان د افغان کرکټ په وده کې مرسته کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې ويل کېږي اوس هم د ملي لوبډلې يو شمېر لوبغاړي د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې کورونه لري او د نړيوالو يا کورنيو لوبو د نه شتون پر مهال په پاکستان کې ژوند کوي.

که څه هم کرکټ بورډ له څو کلونو راهيسې دا خبره تکراراً کوي، چې دوى به ټول ملي لوبغاړي له نورو هېوادونو څخه خپل هېواد ته راولي، خو په دې کار نه دي توانېدلي او اوس هم ځينې مهم لوبغاړي پاکستان کې ژوند کوي.

د يادولو وړ ده چې څو ورځې وړاندې د پاکستان لومړى وزير عمران خان کابل ته په سفر راغلى و، چې د ملي لوبډلې لوبغاړو ورسره ليدلي و او عمران خان ورته پاکستان ته د ورتګ بلنه هم ورکړې وه.

د پاکستان کرکټ بورډ اجراييوي رييس وسيم خان په دې اړه ويلي و، چې عمران خان افغان لوبډلې ته بلنه ورکړې ده او دوى به د دې لپاره مناسب وخت برابر کړي، چې افغان لوبډلې ته پاکستان ته د ورتګ بلنه ورکړي. نوموړي ويلي و چې ژر به په دې اړه د افغانستان کرکټ بورډ سره خبرې وکړي.

خو د وروستيو څرګندونو څخه داسې ښکاري، چې يادې لوبې برابرې نه شي او د افغانستان لوبډله به پرته د اى سي سي له لوبو، چې په FTP پروګرام کې ورکړل شوي دي، بله هېڅ لوبه ترسره نه کړي.

دا هم ولولئ

اسټرالیا

اسټرالیا د نړیوال شل اوریز جام پیل په بریا وکړ

اسټرالیا د نړیوال شل اوریز جام په خپله لومړۍ لوبه کې سویلي افریقا ته د …