کورپاڼه / بېلا بېل / څه ډول د ژمي په موسم کې د ډېر عمر لرونکو کسانو ساتنه وکړو؟
د پاخه عمر ښځه او سړى

څه ډول د ژمي په موسم کې د ډېر عمر لرونکو کسانو ساتنه وکړو؟

د ژمي په موسم کې هغه کسان چې ډېر عمر لري، له زیاتو ستونزو سره مخامخ کېږي، چې د تودوخي د درجې په کمېدو یې د بندونو درد، د پوستکي سپوروالی او دې ورته ستونزې رامنځته کېږي.

د ډېر عمر لرونکو کسانو د دفاعي سیستم کمزوری وي او په همدې سبب د ځوانانو په پرتله زیات د ناروغۍ ښکار کېږي. دغه راز د بدن د تودوخې د درجې په کمېدو سره یې د وینې په جریان کې کمښت راځي، چې په سبب یې بدن ته ډېر کم اکسیجن رسېږي او د ساه اخیستلو له ستونزې سره مخامخ کېږي. د یو راپور له مخې ویل کېږي، چې په داسې حالاتو کې د زړه حمله، د ځیګر خرابېدل او د فلج خطر هم ډېرېږي او په دې موسم کې د ساه لنډۍ پیدا کېدل یوه عامه ستونزه ګڼل کېږي.

په ژمې کې د تودوخې او په هوا کې د نمۍ کمښت پوستکی سپوروي او په بدن کې د اوبو د کمښت لامل ګرځي.

نو راځئ چې ځینې تدابیر ونیسو!

د تودوخې درجه ګرمه وساتئ:

د بدن د تودوخې د درجې د کنټرولولو لپاره باید د ډېر عمر لرونکي خلک په کور کې پاتې شي، ګرمې جامې واغوندي، تړمې یا نیم ګرمې اوبه دې وڅښي، چې د هایپوتهرمیا د ناروغۍ مخنیوی هم کوي.

بدني فعالیتونه ترسره کړئ:

د ژمي په موسم کې په کورونو کې پاتې کېدل اړین وي، خو که ډېر زیات په کور کې پاتې شئ، نو بدني فعالیتونه مو کمېږي، نو اړینه ده چې د کور دننه قدم ووهو او ځینې نور فعالیتونه ترسره کړو، ترڅو له بدن څخه مو خوله راووځي او زهرجنې اوبه خارجې شي، په دا ډول کړنو سره به په بدن د وینې جریان په ښه کېدو شي.

ډېرې اوبه وڅښئ:

په عمومي توګه د ژمي په موسم کې د بدن دننه اوبه او بهر په هوا کې نمي کمېږي، چې دغه نا برابري د بدن اوبه کموي.

خواړه، سپلیمنټس او بوټي:

د ډېر عمر لرونکي کسان باید خوراک او څښاک ته ډېره پاملرنه وکړي، دغه راز ویټامین لرونکي توکي دې استعمال کړي، په ځانګړي ډول ویټامین ډي یا شېدې، ویټامین بي ۱۲، ویټامین سي، کلسیم لرونکي خواړه، اومیګا تري فیټي اسید دې ډېر وکاروي.

ویټامین ډي، کلسیم او اومیګا تري فیټي اسید سپلیمنټس د پښو د دردونو په کمولو کې مرسته کوي. دغه راز تور مرچ او ویلنی یا نعناع د دفاعي سیستم په قوي کولو او سابه د انټي اکسایډو په درلودلو د وینې دوران ښه کوي.

خپلو ورځنيو کارونو ته دوام ورکړئ:

د ورځ پیل له اومیګا تري فیټي اسیدو څخه وکړئ، چې هګۍ هم پکې ور ګډولی او د شېدو سره یې حل او استعمالولی شئ. دغه راز لږ غوندې ورزش او د مېوو استعمال نه یوازې دماغ تازه ساتي، بلکې له ډېرو ناروغیو مخنیوی هم کوي.

Loading...

دا هم ولولئ

امريکايۍ ښځه

امريکايۍ ښځې ولې ١٠٠ ورځې تور کالي اغوستي؟

د امريکا يوې ښځې يو چېلنج قبول کړ او تر ١٠٠ ورځو پورې يې تور …