کورپاڼه / تجارتي ليګونه / شاهد اپريدى نن سريلانکا ته لاړ
شاهد اپريدى (2)

شاهد اپريدى نن سريلانکا ته لاړ

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى الراونډر شاهد اپريدى، چې پرون له الوتکې څخه پاتې شوى و، نن سريلانکا ته لاړ. نوموړى به لومړى کولمبو ته ځي او له هغه ځايه به بيا همبانټوټا ته ځي چې هلته به د خپلې لوبډلې سره يو ځاى کېږي.

شاهد اپريدى په لنکا پريمئير ليګ کې د ګال ګليډيټرز لوبډلې لوبډلمشر ټاکل شوى دى. نوموړى پرون سريلانکا ته تللو، خو له هغه څخه الوتکه تللې وه او نوموړى ترې پاتې شوى و.

پرون په يو ټويټ کې شاهد اپريدي ويلي و، چې هغه له الوتکې څخه پاتې شو، خو ډېر ژر به سريلانکا ته لاړ شي او له خپلې لوبډلې سره به يو ځاى شي.

نن نوموړي په ټويټر کې تازه خپل عکسونه خپاره کړي دي، چې لومړى يې عکس يې په هوايي مېدان او بل په الوتکه کې اخيستل شوى دى.

شاهد اپريدي په ټويټ کې ليکلي دي، چې د خداى شکر دى چې په وخت مې الوتکه پېدا کړه او کولمبو ته روان شوم، چې له هغه ځايه به بيا همبانټوټا ته لاړ شي او د لنکا پريمئير ليګ کې به د خپلې لوبډلې ګال ګليډيټرز سره يو ځاى شم.


د يادولو وړ ده چې پرون د هغه سريلانکا ته تګ پاتې کېدو څخه وروسته ويل شوي و، چې نوموړى ښايي د ګال ګليډيټرز په لومړنيو لوبو کې ګډون ونه کړي، ځکه چې شاهد اپريدى به له رسېدو وروسته درې ورځې کرنټين وي.

خو اوس داسې ښکاري، چې نوموړى به د ګال ګليډيټرز لوبډلې په لومړۍ لوبه کې هم ګډون وکړي، ځکه چې د ګال ګليډيټرز لومړۍ لوبه د نومبر په ٢٧مه نېټه ده او تر هغه ورځې پورې به د شاهد اپريدي کرنټين هم پوره شوى وي.

د يادولو وړ ده چې په لنکا پريمئير ليګ کې افغان لوبغاړي، رحمان الله ګربز، حضرت الله ځاځى، نوين الحق، قېس احمد، افتاب عالم، کريم صادق او سميع الله شينوارى هم د بېلا بېلو لوبډلو سره لوبېږي. دا سيالۍ د نومبر په ٢٦مه نېټه پيلېږي چې په افغانستان کې به يې ملي ټلويزيون نشر کړي.

Loading...

دا هم ولولئ

لاسيت ملينګا

ممبۍ انډينز لوبډلې لاسيت ملينګا له ځان سره ونه ساته

د ممبۍ انډينز لوبډلې د سريلانکا مخکښ توپ اچونکى لاسيت ملينګا له ځان سره ونه …