کورپاڼه / خبرونه / مايکل کلارک: اسټراليا به هند ته وايټ واش ماتې ورکړي
مايکل کلارک او ويراټ کوهلي

مايکل کلارک: اسټراليا به هند ته وايټ واش ماتې ورکړي

د اسټراليا کرکټ ملي لوبډلې پخوانى لوبډلمشر مايکل کلارک وايي، که چېرته په نړيوالو يو ورځنيو او نړيوالو شل اوريزو لوبو کې اسټراليا ښه لوبه وکړه، نو په ټېسټ لوبلړۍ کې به اسټراليا د هند لوبډلې ته وايټ واش ماتې ورکړي.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، د اسټراليا کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر مايکل کلارک ويلي دي، که چېرته ويراټ کوهلي د خپل ماشوم د زېږېدنې لپاره بېرته هند ته ستون شي او هند په يو ورځنيو او شل اوريزو کې بريا خپله نه کړي، نو اسټراليا به په ٤-٠ سره هند ته په ټېسټ لوبو کې ماتې ورکړي.

د يادولو وړ ده چې د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ويراټ کوهلي ٣ نړيوالو شل اوريزو او ٣ نړيوالو يو ورځنيو لوبو او همدا راز د ١ ټېسټ لوبې ترسره کولو وروسته بېرته هند ته ستنېږي.

مايکل کلارک وايي، که اسټراليا په شل اوريزو او يو ورځنيو لوبو کې برياوې خپلې کړې، نو هند ته به په ټېسټ لوبو کې بريا خپلول ډېر ګران شي.

د يادولو وړ ده چې د هند لوبډله په اوږد سفر اسټراليا ته تللې ده، چې د دواړو لوبډلو ترمنځ به لوبې د نومبر په ٢٧مه نېټه پيل شي. لومړى به درې نړيوالې يو ورځنۍ، بيا درې نړيوالې شل اوريزې او همدا راز ٤ ټېسټ لوبې به ترسره شي.

ويراټ کوهلي چې د هندي سينما مشهورې هنرمندې انوشکا شرما خاوند دى، مېرمن يې حامله ده او ويل کېږي چې د ٢٠٢١ کال د جنورۍ په مياشت يې لومړى ماشوم زېږېدونکى دى.

ويراټ کوهلي اسټراليا ته له تګ مخکې د هند کرکټ بورډ څخه د رخصت غوښتنه کړې وه، چې د هند کرکټ بورډ يې د رخصت غوښتنه منلې ده او نوموړى به د لومړۍ ټېسټ لوبې ترسره کولو وروسته بېرته هند ته راستون شي. د هغه په ځاى به روهيت شرما لوبډلمشر وي.

Loading...

دا هم ولولئ

ايا له اصغر افغان وروسته ګلبدين نايب هم دويم واده کوي؟ ځواب يې دلته ولولئ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان څه وخت مخکې د دويم ځل لپاره …