د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکى راشد خان چې دوه ورځې وړاندې له متحده عربي اماراتو څخه اسټراليا ته تللى دى، اوس هلته د ١٤ ورځو لپاره کرنټين دى.
راشد خان چې څو مياشتې کېږي هېواد ته نه دى راستون شوى، هغه لومړى د کارابين کرکټ ليګ سياليو ته تللى و، چې هلته د ګيانا امازون واريرز لوبډلې لپاره لوبېده، له ټرينباډ څخه نوموړى نېغ متحده عربي اماراتو ته لاړ او هلته يې د اى پي ايل سياليو کې برخه واخيسته، چې د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې لپاره لوبېده.
د اى پي ايل له ختمېدو وروسته هم نوموړى هېواد ته راستون نه شو او په دوبۍ کې پاتې شو، چې له هغه ځايه نېغ د اسټراليا سډني ښار ته لاړ او اوس هلته د بيګ باش سياليو له پيلېدو څخه مخکې د ١٤ ورځو لپاره کرنټين دى.
نن د نوموړي د کرنټين دويمه ورځ ده.
راشد خان د کرنټين په دويمه ورځ په ټويټر کې يوه ويډيو خپره کړې ده، چې هغه پکې ليدل کېږي، چې د منډې په ماشين باندې منډه وهي.
Quarantine Day 2 🏃♂️ pic.twitter.com/zAuIpCMlQh
— Rashid Khan (@rashidkhan_19) November 25, 2020
نوموړي له دې ويډيو سره ليکلي دي، چې د (کرنټين دويمه ورځ) او همدا راز د منډې يو ايموجي يې هم ورسره ورکړى دى.
د راشد خان په دې ويډيو ډېرو کسانو کمنټونه هم کړي دي، چې په دې کې د انګلستان پخواني کرکټر لوک رايټ هم پرې کمنټ کړى دى او راشد خان ته يې ليکلي دي، چې په ليدو دې خوشحاله شوم. نوموړى
د يادولو وړ ده چې راشد خان له څو کلونو راهيسې په بيګ باش ليګ کې د اډلايډ سټرايکرز لوبډلې لپاره لوبېږي. نوموړى د يادې لوبډلې يو له مهمو توپ اچونکو څخه دى او د بيګ باش سياليو کې ډېر ځلېدلى هم دى.
له راشد خان پرته محمد نبي، مجيب الرحمان، ظاهر خان او نور احمد لکڼوال نور هغه افغان لوبغاړي دي چې د بيګ باش سياليو کې به ولوبېږي.