د افغانستان د کرکټ او په دې برخه کې د پاکستان د مرستې په تړاو يو ځل بيا بحثونه راپورته شوي دي، چې د ملي لوبډلې پخواني پيليز توپوهونکي کريم صادق هم پکې برخه اخيستې او وايي چې موږ او زموږ لوبغاړو په چپسو کرکټ نړيوال کړو.
کله چې د پاکستان کرکټ بورډ اجراييوي رييس وسيم خان په خپلو څرګندونو کې وويل، چې پاکستان د افغانستان کرکټ په پرمختګ کې ډېره مرسته کړې ده، په پاکستان کې افغان لوبغاړو تمرينات ترلاسه کړي دي او پاکستاني روزونکو دوى ته روزنه ورکړې ده، نو د هغه د خبرو په غبرګون کې د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزي وويل، چې د افغانستان کرکټ بريا د افغانانو بريا او لاسته راوړنه ده.
نوموړي په ټويټر کې وليکل: ((افغان اتلانو په نړۍ کې د برياو او لاسته راوړنو تاريخ پرته د چا له مرستې او همکارۍ په خپل همت او استعداد جوړ کړى دى.))
افغان اتلانو په نړۍ کې د برياو او لاسته راوړنو تاريخ پرته د چا له مرستې او همکارۍ په خپل همت او استعداد جوړ کړی دی 🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫🇦🇫 @ACBofficials https://t.co/vcODubxRXV
— Farhan_Yusefzai (@Farhan_YusEfzai) November 24, 2020
اوس تازه د ملي لوبډلې پخواني پيليز توپوهونکي کريم صادق هم د فرهان يوسفزي ټويټ ته په خپل ځواب کې ليکلي دي:
((موږ او زموږ لوبغاړو په چپسو کرکټ نړيوال کړو او روزونکو ته مو پرېمانه معاشونه ورکول، بعضو کوشش چې موږ کې اختلاف پېدا کړي.))
مونږ او زمونږ لوبغاړو په چیپسو کرکټ نړیوال کړو او روزنکو ته مو پریمانه معاشونه ورکول بعضو کوشش چی مونږ کی اختلاف پیدا کړی
— KARIM SADIQ (@karimkhansadiq) November 25, 2020
د يادولو وړ ده چې په دې وروستيو کې يو ځل بيا د پاکستان او افغانستان ترمنځ د لوبو ترسره کېدو په اړه خبرې وشوې. دا هر څه وروسته له هغې وشو چې د پاکستان لومړى وزير عمران خان کابل ته راغى او دلته يې د افغانستان ملي لوبغاړو سره هم وليدل. له هغه وروسته د پاکستان کرکټ بورډ اجراييوي رييس وسيم خان وويل، چې عمران خان افغان لوبډلې ته د پاکستان ته ورتګ بلنه ورکړې ده او دوى به په دې اړه د افغانستان کرکټ بورډ سره خبرې وکړي او پاکستان ته د ورتګ لپاره به ورته مناسب وخت کې وخت پېدا کړي.