کورپاڼه / روغتيا / هغه خواړه چې د هډوکو د کمزورۍ سبب کېږي
د لاس هډوکى

هغه خواړه چې د هډوکو د کمزورۍ سبب کېږي

هغه کسان چې پخپلو خوراکي توکو کې د غوښې پرځای یوازې سابو ته غوره والی ورکوي، د هډوکو د کمزورۍ لامل یې کېږي.

د BMC Medicine په طبي ژورنال کې د یوې خپرې شوې څېړنې له مخې، چې پنځه پنځوس زره کسان پکې شامل و او د دوی خوراکي توکي پکې وڅېړل شول، نو ترې معلومه شوه، هغه کسان چې یوازې کبان او سابه خوري د هډوکو په کمزوري کېدو یې ښکاره ډېروالی راځي، خو هغه کسان چې یوازې سابه استعمالوي د هډوکو د کمزوري خطر ۴۳ سلنه ډېر وي.

د انګلیستان هیواد د آکسفورډ پوهنتون په دې څېړنه کې ګډون کوونکی څېړونکی ډاکتر ټامي تونګ وایي، دا لومړنۍ بشپړه څېړنه ده، چې د بېلابېلو خواړو استعمالوونکي یې په ګروپونو ویشلي او د هډوکو د کمزورۍ خطر یې څېړلی دی.

د ذکر شوې څېړنې پیل پر ۱۹۹۳ کال شوی و، چې ۲۹۳۸۰ کسانو د غوښې خوړلو ۸۰۰۰ داسې کسان چې دا عادت یې نه درلود، خو کبان یې خوښول، ۱۵۵۰۰ کسانو د سابه خوړلو او ۲۰۰۰ داسې کسان هم پکې شامل و، چې سابو خوړلو عادت یې درلود، خو شېدې یې نه څښلې.

دا ټول کسان په اوسط ډول تر ۱۸ کلونو پورې تر څېړنې لاندې ونېول شول او د هډوکي کمزوري یې وکتل شوه، چې د څېړنې پرمهال ۳۹۳۱ کسان د هډوکو په کمزورۍ اخته شوي و او دا ترې معلومه شوه، هغه کسان چې غوښه نه خوري هډوکي یې کمزوري کېږي. په ځانګړي ډول د شاتنۍ برخې، پښو، لاسونو هډوکي یې یادولی شو.

له دې وړاندې هم په یو راپور کې ویل شوي و، چې د کلسیم او پروټین کمی پر هډوکو ناوړه اغېزې کوي.

څېړونکي وایي، چې لا تراوسه داسې کره شواهد نه لري، چې پر بنسټ یې د خوراکي توکو او د هډوکو د کمزورۍ ترمنځ اړیکه څرګنده کړي، خو هغه کسان چې په خوراکي توکو کې غوښه شتون لري، د هغوی په پرتله چې سابه خوري دا خطر یې ۱.۳ چنده کم وي.

Loading...

دا هم ولولئ

خپل ماشومان څنګه د زکام او نزلې څخه وژغورو؟

ماشومانو ته د زکام او نزلې لګېدل یوه عامه ناروغي ګڼل کېږي، چې د ویروس …