کورپاڼه / خبرونه / د کرکټ نړيوالې شورا (اى سي سي) نوى مشر څوک دى؟
ګريګ بارکلى

د کرکټ نړيوالې شورا (اى سي سي) نوى مشر څوک دى؟

د نيوزيلېنډ هېواد ګريک بارکلى د کرکټ نړيوالې شورا يا اى سي سي نوى عمومي رييس وټاکل شو.

د راپورونو په وېنا، د اى سي سي نوى عمومي رييس وټاکل شو، چې د نيوزيلېنډ ګريګ بارکلى د هند د ششانک منوهر پر ځاى نوى عمومي رييس شو.

ګريګ بارکلى له ٢٠١٢ کال راهيسې د نيوزيلېنډ کرکټ ډايريکټر و، د اى سي سي د عمومي رييس له جوړېدو سره به ګريګ بارکلى د نيوزيلېنډ د کرکټ ډايريکټر دنده پرېږدي.

ګريګ بارکلى د اى سي سي د عمومي رييس له ټاکل کېدو وروسته له رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې د اى سي سي عمومي رييس ټاکل کېدل زما لپاره د وياړ خبره ده، زه به خپله ټوله هڅه وکړم چې کرکټ ډېر مخکې يوسم.


نوموړي له رويټرز رسنۍ سره په خپله مرکه کې وويل، چې اى سي سي به په راتلونکو ٣ کلونو کې خپلې مهمې سيالۍ په هر حال کې ترسره کړي، که داسې ونه شي نو کرکټ ته به له ستر تاوان سره مخ شي.

د يادولو وړ ده چې د کورونا له امله د کرکټ نړيوالې شورا درې ستر ټورنمنټونو ته تاريخونه بدل کړي دي.

سږکال چې په اسټراليا کې نړيوال شل اوريز جام ترسره کېدونکى و، هغه ترسره نه شو او اوس به په ٢٠٢٢ کال کې ترسره کېږي، همدا راز په ٢٠٢١ کال کې د ښځو نړيوال جام هم ٢٠٢٢ کال ته ځنډول شوى دى. په ٢٠٢٣ کال کې په هند کې د نارينه و نړيوال جام هم د کال اخر ته ځنډول شوى دى.

ګريګ بارکلى وايي، که موږ دا درې ستر ټورنمنټونه په خپل وخت ترسره نه کړل، نو د براډکاسټرانو له لوري به موږ جريمه شو، چې په بدل کې به يې موږ له ستر تاوان سره مخ شو او موږ مجبوره يو چې هغوى ته دا پېسې ورکړو.

دا هم ولولئ

کرکټ بورډ د نولس کلنو راتلونکې اسیا او نړیوال جامونو لپاره لوبډله اعلان کړه

کرکټ بورډ د راتلونکو اسیا او نړیوال جامونو لپاره له نولس کلنو د کم عمره …