کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / چین د خاورو او تېږو د نمونو راوړلو لپاره سپوږمۍ ته خپل روبوټیک انجن واستوو
د چين خلايي ماشين

چین د خاورو او تېږو د نمونو راوړلو لپاره سپوږمۍ ته خپل روبوټیک انجن واستوو

له سپوږمۍ څخه د خاورې او تېږو د نمونې په راټولولو او ځمکې ته یې د راوړلو لپاره د چین لخوا یو غیر عادي انجن (Chang E5) په نوم نن سهار د سپوږمۍ پر لور روان شو، چې دا به له تېرو څلویښتو کلونو څخه لومړنی انجن وي، چې له سپوږمۍ څخه نمونې راوړي.

د Chang E5 انجن پر دوو برخو ویشل شوی، یوه برخه یې (Arbiter) چې له سپوږمۍ به تاوېږي او دویمه برخه یې د (Lander) روبوټ دی، چې د سپوږمۍ پر سطحه به ښکته کېږي.

د Lander روبوټ به د خاورو او تېږو نمونې راټولوي او د خپل هدف د پوره کېدو وروسته به بېرته Arbiter سره یوځای کېږي. بیا به Arbiter خپله لاره بدلوي او ورو ورو به د ځمکې مدار ته راځي او په سمندر کې به په خپل ټاکلی شوي ځای راښکته کېږي.

هدف ته له روانېدلو څخه نېولې تر بېرته راتګ پورې باید ټولې مرحلې په ډېر احتیاط ترسره شي، که چېرته لږه غلطي هم رامنځته شوه نو ټول پلان به یې له خاورو سره خاورې شي.

تر دا مهال چینایي رسنیو په دې اړه څه نه دي ویلي، چې دا سفر به یې څومره وخت ونیسي، خو دا څرګنده ده چې د Chang E5 په وسیله به د سپوږمۍ له اور شېندونکي میدان (Mount Roemer) څخه تر دوو کیلو ګرامو پورې خاوره او تېږي راټولې کړي.

ساینسپوهان دا ځای ځکه مهم ګڼي، چې د سپوږمۍ له مجموعي عمر څخه یو څه ځوان دی. یعنې د Mount Roemer د منځته راتګ ډېر وخت نه دی تېر شوی، نو ساینسپوهان به یې د جوړښت له تجزیې څخه وروسته ډېر څه ترلاسه کړي. دغه راز دا او دې ته د ورته معلوماتو په نظر کې د نېولو سره پر سپوږمۍ د استوګنې لپاره پلانونه هم په ښه توګه جوړېدلی شي.

اوسمهال Chang E5 د سپوږمۍ پر لور روان دی، چې د یوې اندازې له مخې به په راتلوونکي اوونۍ کې د سپوږمۍ مدار ته داخل شي، چې نور معلومات به یې شاید مدار ته د داخلېدو پر وخت کړل شي.

Loading...

دا هم ولولئ

د چورلکې په څېر الوتونکی موټر جوړېږي + ویډیو

د امریکې د موټر جوړولو یو شرکت د یو داسې موټر جوړولو باندې کار پیل …