کورپاڼه / تجارتي ليګونه / راشد خان د اى پي ايل ٢٠٢٠ سياليو تر ټولو اغېزناک لوبغاړى اعلان شو
راشد خان اغېزناک لوبغاړى

راشد خان د اى پي ايل ٢٠٢٠ سياليو تر ټولو اغېزناک لوبغاړى اعلان شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکى راشد خان د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل د ٢٠٢٠ کال سياليو تر ټولو اغېزناک لوبغاړى اعلان شو.

راشد خان چې په اى پي ايل کې د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې لپاره لوبېده او د حېدراباد تر ټولو مخکښ توپ اچونکى هم و، د کريک ټرېکر وېبپاڼې له لوري د اى پي ايل اغېزناک لوبغاړى اعلان شوى دى.

د کرکټ وېبپاڼې (کريک ټريکر) د اى پي ايل ٢٠٢٠ کال ١٠ لوبغاړي خلکو ته وړاندې کړي و، چې د پنځه راونډونو نه وروسته راشد خان د يادې وېبپاڼې مينه والو تر ټول اغېزناک لوبغاړى وګڼه.

کريک ټريکر جوفرا ارچر، جسپيت بومرا، اې بي ډيويليرز، راشد خان، کوانټين ډي کوک، کى ايل راهول، کاګيسو رباډا، سام کران، ټرينټ بولټ او سوريا کمار يادو نومونه خلکو ته وړاندې کړي و.

له دوى څخه خلکو جوفرا ارچر، جسپريت بومرا، اې بي ډيويليرز، راشد خان، کى ايل راهول، کاګيسو رباډا، ټرينټ بولټ او سوريا کمار يادو خوښ کړل، چې بل پړاو ته يې لار پېدا کړه.

ورپسې پړاو ته جوفرا ارچر، جسپريت بومرا، اې بي ډيويليرز، راشد خان، کى ايل راهول او کاګيسو رباډا لاړل، همدا راز ارچر، بومرا، ډيويليرز او راشد خان بل پړاو ته لاړ.

په وروستي پړاو کې د راشد خان او جسپريت بومرا ترمنځ مقابله وشوه، چې راشد خان خلکو خوښ کړ او د اى پي ايل ٢٠٢٠ سياليو تر ټولو اغېزناک لوبغاړى اعلان شو.

راشد خان اغېزناک لوبغاړى

د يادولو وړ ده چې دا رايه اچونه د خلکو له لوري ترسره شوې ده، چې د کريک ټريکر په وېبپاڼه يې ترسره کړې ده او راشد خان يې غوره کړى دى.

راشد خان چې په اى پي ايل کې د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې لپاره لوبېده، په ١٦ لوبو کې يې ٢٠ ويکټې ترلاسه کړې، چې د حېدراباد لپاره يې تر ټولو زياتې ويکټې واخيستې او د دې تر څنګ يې د ٢٠٢٠ کال اى پي ايل کې تر ټولو ښه اقتصادي توپ اچونه هم ترسره کړه.

Loading...

دا هم ولولئ

قېس احمد، مجيب الرحمان، محمد نبي، راشد خان او نور احمد

افغان لوبغاړي د پاکستان سوپر لیګ کې په څومره پېسو اخیستل شوي؟

د پاکستان سوپر لیګ يا پي ایس ایل شپږم پړاو سیالۍ چې د فبرورۍ په …