کورپاڼه / تجارتي ليګونه / لنکا پريمئير ليګ سبا پيلېږي، لومړۍ لوبه کې به د ګربز-نوين او کريم-قيس لوبډلې مخامخ شي
رحمان الله ګربز، نوين الحق، قېس احمد او کريم صادق

لنکا پريمئير ليګ سبا پيلېږي، لومړۍ لوبه کې به د ګربز-نوين او کريم-قيس لوبډلې مخامخ شي

د سريلانکا تجارتي ليګ (لنکا پريمئير ليګ) سبا د سريلانکا په همبانټوټا کې پيلېږي. د دې ليګ لومړۍ لوبه به د کولمبو کنګز او کنډي ټسکرز لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

دا سيالي د افغانستان په وخت ٦:٣٠ بجې پيلېږي.

د کولمبو کنګز لوبډلې لپاره د افغانستان پخوانى پيليز توپوهونکى کريم صادق او ورو توپ اچونکى قېس احمد لوبېږي او د کنډي ټسکرز لوبډلې لپاره د افغانستان ملي لوبډلې چټک توپوهونکى او ويکټ ساتونکى رحمان الله ګربز او چټک توپ اچونکى نوين الحق لوبېږي.

په دواړو لوبډلو کې شامل لوبغاړي:

کولمبو کنګز: انجيلو ميتيوز (لوبډلمشر)، اميلا اپونسو، ډينيل بيل، دشمانتا چميرا، دنيش چنديمل (ويکټ ساتونکى)، تکشيلا ډي سلوا، لوري ايوانس، منپريت ګوني، لاهيرو ادارا، کريم صادق، تهاريندو کوشل، ناود پرانويتانا، کلانا پريرا، دهاميکا پراساد، اشان پريانجن، قېس احمد، هميش رامانياکى، تهارينډو راتنايکى، رويندرپال سينګ، انډري رسل، ايسورو ادانا او جعفري وندرسى.

کنډي ټسکرز: کوشل پريرا (لوبډلمشر او ويکټ ساتونکى)، کويشکا انجولا، چميکارا، لسيت امبولدنيا، نووان پراديپ، نشان مدوشکا، وشوا فرنانډو، اصيلا ګونارتنى، ايشان جيارتنى، کيون کوټيګوډا، کوشل مينډس (ويکټ ساتونکى)، کمينډو مينډس، نوين الحق، مناف پټيل، عرفان پټان، ديلروان پريرا، پريامل پريرا، سيکوج پراسنا، رحمان الله ګربز (ويکټ ساتونکى)، لاهيرو سمرکون، سهيل تنوير او برينډن ټيلر (ويکټ ساتونکى).

دا سيالۍ د افغانستان ملي ټلويزيون نشروي.

په لنکا پريمئير ليګ کې پنځه لوبډلې ګډون لري، چې کولمبو کنګز، ډمبوله وايکينګ، ګال ګليډيټرز، جافنا سټالونز او کنډي ټسکرز پکې شاملې دي.

دا سيالۍ چې د نومبر په ٢٦مه نېټه پيل شي، د دسمبر تر ٦مې نېټې پورې به دوام وکړي. دا لومړى ځل دى چې د لنکا پريمئير ليګ ترسره کېږي.

د کريم صادق، رحمان الله ګربز او نوين الحق پرته په دې سياليو کې قېس احمد، حضرت الله ځاځى، افتاب عالم او سميع الله شينوارى هم لوبېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

قېس احمد، مجيب الرحمان، محمد نبي، راشد خان او نور احمد

افغان لوبغاړي د پاکستان سوپر لیګ کې په څومره پېسو اخیستل شوي؟

د پاکستان سوپر لیګ يا پي ایس ایل شپږم پړاو سیالۍ چې د فبرورۍ په …