کورپاڼه / خبرونه / د راشد خان نوې ويډيو، اى سي سي پوښتنه کړې: ((دا راشد خان دى که دهوني؟))
راشد خان (2)

د راشد خان نوې ويډيو، اى سي سي پوښتنه کړې: ((دا راشد خان دى که دهوني؟))

د کرکټ نړيوالې شورا (اى سي سي) د راشد خان يوه ويډيو په ټولنيزو رسنيو کې خپره کړې ده. دا ويډيو چې اى سي سي په ټويټر او فېسبوک کې خپره کړې، پکې ليدل کېږي چې راشد خان مشهور هيليکوپټر شاټ وهي.

هيليکوپټر شاټ چې د هند د پخواني لوبډلمشر او چټک توپوهونکي مهيندرا سينګ دهوني لپاره مشهور دى، ځکه هغه دا شاټونه بېخي ډېر وهلي دي.

اى سي سي د راشد خان د دې ويډيو سره په کېپشن کې لومړى خو د (هيليکوپټر) ايموجي ورکړې ده او بيا يې له خلکو څخه پوښتنه کړې ده: ((راشد خان او که اېم اېس دهوني؟))

په ويډيو کې ليدل کېږي، چې راشد خان د کابل کرکټ لوبغالي کې په ساده کاليو کې توپوهنې ته ولاړ دى، چې يو توپ اچونکى ورته توپ کوي او هغه پرې هيليکوپټر شاټ وهي.


دا ويډيو له اى سي سي مخکې راشد خان هم خپره کړې ده. راشد خان دا ويډيو په ټک ټاک کې خپره کړې ده.

دا ويډيو اى سي سي څو ساعته وړاندې په ټويټر کې خپره کړې ده، چې تراوسه پورې له ٦ زرو څخه زياتو کسانو خوښه کړې ده او همدا راز يو شمېر کسانو پرې تبصرې هم کړې دي.

ځينو خلکو خو ورته په کمنټونو کې ليکلي دي، چې راشد خان خو د مهيندرا سينګ دهوني څخه هم ښه هيليکوپټر شاټ وهلى دى.

د يادولو وړ ده چې راشد خان دوه ورځې وړاندې له متحده عربي اماراتو څخه د اسټراليا سډني ښار ته لاړ. نوموړى اوس د ١٤ ورځو لپاره کرنټين دى، چې د کرنټين پاى ته رسېدو وروسته به هغه د خپلې لوبډلې سره يو ځاى شي او تمرينات به پيل کړي.

راشد خان د بيګ باش سياليو کې د اډلايډ سټرايکرز لوبډلې سره لوبېږي.

دا هم ولولئ

محمد نبي: په نړیوال شل اوریز جام کې به لوبډلمشري یوه ستونزمنه کړنه وي، خو زه ورته لېواله یم

محمد نبي منلې ده چې په نړیوال شل اوریز جام کې به لوبډلمشري یوه ستونزمنه …