کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د برج خلیفه په اندازه یوه سیاره د ځمکې له څنګه تېرېږي
برج خليفه او سيارچه

د برج خلیفه په اندازه یوه سیاره د ځمکې له څنګه تېرېږي

د امریکا د متحده ایالاتو فضایي اداره ناسا وایي، چې د راتلوونکې یکشنبې په ورځ به د ځمکې مدار ته نږدې یوه کوچنۍ سیاره په ډېرې تېزۍ سره تېره شي. ویل کېږي چې دا کوچنۍ سیاره د برج خلیفه په اندازه ده، چې په ډېرې آسانۍ به ولېدل شي.

دغه راز ناسا وایي، چې د روان کال له ختمېدو مخکې به د ځمکې تر څنګ پنځه وړې سیارې تېرې شي.

د سعودي عربستان خبري اژانس پر وینا ویل کېږي، چې د نومبر په ۲۹ نیټه به د برج خلیفه په اندازه سیاره د سهار په لسو بجو او نهه دقیقو د ځمکې له څنګ څخه تېره شي.

سيارچه

ناسا وایي، چې دا سیاره په یوه ثانیه کې د ۲۵.۰۷ کیلومټرو په تېزۍ سره روان ده، چې د ځمکې له څنګ څخه به تېره شي او له دوربین پرته یې هم ننداره کېدلی شي. دغه راز د دوشنبې او سه شنبې په ورځو به درې نورې سیارې هم د ځمکې تر څنګ تېرې شي.

ناسا زیاتوي، چې د لومړۍ سیارې پلنوالی یې ۹.۵ متره، د دویمې سیارې ۱۴ متره او د دریمې یې بیا ۱۰ متره دی. وروسته له دې به د سه شنبې په ورځ څلورمه سیاره هم د ځمکې له څنګه تېره شي، چې پلنوالی به یې ۴۷ مترو ته رسېږي.

ناسا او نورې هغه ادارې چې د ستوري پوهنې علم سره تړاو لري، دا ډول د ځمکې څنګ ته د سیارو تېرېدل غیر عادي پېښې ګڼي. دغه راز د ذکر شوو سیارو د لېدو لپاره ځانګړی پروګرام هم نېول شوی دی.

برج خليفه او سياره

بله خوا ناسا ادعا کوي، چې څېړونکی روبوټ یې د مریخ پر سطحه په بریالیتوب سره ښکته شوی، چې په دې سره به د مریخ او سپوږمۍ پرتلېزه څېړنه وکړي او معلومه به کړي چې مریخ څنګه رامنځته شوی دی.

Loading...

دا هم ولولئ

د چورلکې په څېر الوتونکی موټر جوړېږي + ویډیو

د امریکې د موټر جوړولو یو شرکت د یو داسې موټر جوړولو باندې کار پیل …