کورپاڼه / جالب / له ځوان سره دوکه، ٢٠ کلنه نجلۍ يې ورته ښکاره کړې او ٦٠ کلنه بوډۍ يې ورته واده کړې
نجلۍ او بوډۍ ښځه

له ځوان سره دوکه، ٢٠ کلنه نجلۍ يې ورته ښکاره کړې او ٦٠ کلنه بوډۍ يې ورته واده کړې

د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ځينې وخت په ودونو کې داسې جالبې او په زړه پورې پېښې ترسره شي، چې نه يوازې د رسنيو سرټکى وګرځي، بلکې تر ډېره پورې بيا خلکو ته هم ياد وي.

ډېرى خلک بيا دا هڅه هم کوي، چې د خپل واده ورځ يا پروګرام په داسې ځانګړي ډول جوړ کړي، چې نه يوازې په واده کې مېلمانه يې ستاينې وکړي، بلکې رسنيو ته يې هم خبر ورسېږي.

خو په پاکستان کې له يو ځوان سره ډېر زيات جالب کار شوى دى، چې لومړى خو ورته د کوژدې پر مهال ٢٠ کلنه نجلۍ ښکاره کړاى شوې وه او کله چې يې واده وشو، نو ٦٠ کلنه کونډه يې ورته په ډولۍ کې لېږلې.

بوډۍ ښځه

د پاکستان مشهوره وېبپاڼه (ايکسپرېس نيوز) په يو راپور کې ليکي، چې ځينو دوکه بازو يو ځوان هلک ته ٢٠ کلنه نجلۍ ښودلې وه، خو د واده پر مهال يې ورسره ٦٠ کلنه کونډه ښځه لېږلې.

په راپور کې ويل شوي دي، چې د پاکستان د وهاړي ښار کې اوسېدونکي ٢٢ کلن شاهد او د هغه کورنۍ ته د کوژدې پر مهال ٢٠ کلنه نجلۍ ښودل شوې وه، خو کله چې يې واده وکړ، نو وروسته ورته معلومه شوه چې د بوډۍ ښځې سره يې واده شوى. دا راز هله افشا شو، چې کله هلک ناوې کور ته راوړه.

ناوې او زوم

د هلک پلار له رسنيو سره په خپلو خبرو کې ويلي دي، چې کومو خلکو چې ورته دا رشته کړې وه، هغوى ترې ٧٠ زره روپۍ په اول کې اخيستې وې او د نکاح پر مهال يې د مهر پېسې هم ترې واخيستې.

نوموړي په خپلو خبرو کې زياته کړې، کله چې مو ناوې کور ته راوړه، نو په خپل کور کې راته معلومه شوه، چې کومه ٢٠ کلنه نجلۍ موږ ته ښودل شوې وه، دا خو هغه نه ده بلکې ٦٠ کلنه کونډه ده.


د هلک پلار وايي، چې کله يې زوى له دې حالته خبر شو، نو له ډېر غم و درده يې وژړل او چا چې ورته رشته کړې وه، هغه کسان اوس ورک دي.

دا هم ولولئ

هغه غرڅه، چې دوه کاله یې څلور کیلو ټایر په غاړه وګرځاوه، اوږې یې سپکې شوې

هغه بې ژبې غرڅه، چې د خپل ژوند ډېره برخه یې په غاړه کې څلور …