کورپاڼه / خبرونه / راشد خان د لسيزې غوره لوبغاړي جايزې ته نوماند دى، رايه ورکړئ

راشد خان د لسيزې غوره لوبغاړي جايزې ته نوماند دى، رايه ورکړئ

د افغانستان لپاره د ستر وياړ خبره ده، چې په لومړي ځل د افغانستان يو لوبغاړى د اى سي سي د لسيزې د غوره لوبغاړي جايزې ته نوماند کېږي.

راشد خان هغه لومړنى لوبغاړى دى، چې د کرکټ نړيوالې شورا يا اى سي سي له لوري د لسيزې د غوره لوبغاړي جايزې ته نوماند شوى دى.

د کرکټ نړيوالې شورا تېره ورځ هغه ليسټ انلاين کړ، چې په بېلا بېلو برخو کې يې لوبغاړي د لسيزې غوره جايزې ته نوماند کړي دي او هر څوک کولاى شي چې ورته رايې ورکړي.

دا لوبغاړي په ٩ کټګوريو وېشل شوي دي، چې لومړۍ کټګورۍ يې د لسيزې د غوره کرکټر ده، چې د نارينه و لپاره بيله او د ښځينه لوبغاړو لپاره بيله ده.

همدا راز بيا د ټېسټ، نړيوالو يو ورځنيو او نړيوالو شل اوريزو لوبغاړو لپاره بيلې بيلې کټګورۍ دي، چې د نارينه و لپاره بيلې او د ښځينه لپاره بيلې دي. همدا راز د دويمه درجه هېوادونو د لوبغاړو لپاره هم ځانګړې کټګورۍ دي.

هره کټګورۍ کې د تېرې لسيزې غوره لوبغاړي راغونډ شوي او د لسيزې غوره لوبغاړي جايزې ته نوماند شوي دي. د هر لوبغاړي په اړه يوه وړه ويډيو هم جوړه شوې ده او تر څنګ يې د VOTE بټن ده، چې هر څوک کولاى شي، رايه ورکړي.

راشد خان بيا د نړيوالو شل اوريزو لوبو د لسيزې د غوره لوبغاړي جايزې ته نوماند دي، چې په دې ليسټ کې له هغه سره ارون فنچ، کريس ګيل، ويراټ کوهلي، لسيت ملينګا، روهيت شرما او عمران طاهر هم يادې جايزې ته نوماند دي.

د لسيزې د غوره لوبغاړي جايزې نوماندان

تاسې په لاندې لينک کليک وکړئ (يا يې کاپي کړئ او په ګوګل کروم کې يې واچوئ) نو د نړيوالو شل اوريزو لوبو د لسيزې د غوره لوبغاړي جايزې نوماندان به تاسې ته راشي.

https://www.icc-cricket.com/awards/awards-of-the-decade/mens-t20i-player-of-the-decade

راشد خان

هلته د راشد خان تر نوم لاندې د VOTE په بټن کليک وکړئ، يو باکس درته راخلاصېږي، چې ستاسې نوم او ايمېل ادرس غواړي، هغه ورکړئ او په دې توګه راشد خان ته رايه ورکړئ او هڅه وکړئ چې نوموړى د نړيوالو شل اوريزو لوبو د لسيزې د غوره لوبغاړي جايزه ترلاسه کړي او افغانستان په لومړي ځل دا وياړ خپل کړي.

دا هم ولولئ

اسټرالیا

اسټرالیا د نړیوال شل اوریز جام پیل په بریا وکړ

اسټرالیا د نړیوال شل اوریز جام په خپله لومړۍ لوبه کې سویلي افریقا ته د …