کورپاڼه / بېلا بېل / د یوې ښځې لرونکي خلک په ځوانۍ کې زړېږي
دوه ښځې او يو خاوند

د یوې ښځې لرونکي خلک په ځوانۍ کې زړېږي

یوه مقوله ده، چې نارینه هیڅکله نه زړېږي، وایي چې زوړ ښکارېدل او زړښت دوه بېلابېلې خبرې دي. خو د امریکا د هیواد روغتیایي کارپوهان وایي، چې تر ډېره پر یو ځای کېناستل یا هغه کسان چې یوه ښځه لري، په ځوانۍ کې زړېږي. که څه هم دې جملې ډېر بحثونه راپارولي او په بو علي سینا پورې یې تړي، خو په اصل کې د بو علي سینا نه ده او په اړه یې کوم ثبوت هم نشته. خو مه بله خوا وګورو نو دا جمله دومره غلطه هم نه ده.

راځئ، چې ځینې هغه حالات ولولو چې د ذکر شوې جملې په اړه منځته راغلي.

ناهیلي ډېرېږي:

ژوند د تېرېدلو نوم دی، که چېرته ودرېږي نو داسې مثال لري، لکه په کوم ډنډ کې چې اوبه ودرېږي او ګنده شي. نو روغتیایې کارپوهان وایي که چېرته نارینه یو واده وکړي، د څه وخت وروسته یې ژوند له همدا ډول جمود ښکار ګرځي او د خوشحالۍ پرځای د خپګان احساس کوي، چې بیا د بېلابېلو ناروغیو سبب یې ګرځي.

په لږ کار عادت کېږي:

وایي چې د یو واده لرونکي خلک لږې ذمه وارۍ لري، چې په همدې سبب په لږ کار هم عادت کېږي او د کار کولو جذبه یې کمېږي، چې دا لاملونه د زړښت سبب ګرځي.

ډېره غوسه کول:

د یو واده لرونکي خلک ډېره غوسه کوي او خوشحالي ترې ګډه کوي، چې همدا غوسه عمر کموي او د ستړیا احساس کوي. دغه راز په ډېرې غوسې سره د وینې فشار پورته کېږي، چې بیا ډېرې ناروغۍ رامنځته کوي.

بې پروایي رامنځته کوي:

د یو واده لرونکي خلک د لږو ذمه واریو په سبب بې پروا کېږي او د نوي څه کولو هیله یې ختمېږي او په دې سره یې د زړښت ښکار کېږي.

د پرېکړې کولو ځواک کموي:

الله ج د نارینه لپاره د دویم واده شرط دا ایښی، چې د دواړو ترمنځ انصاف وکړل شي، چې په دې سره د پرېکړې کولو ځواک هم ډېرېږي، خو د یو واده لرونکي چې ذمه وارۍ یې لږې وي، دا ځواک یې کمېږي.

دا هم ولولئ

هغه پنځه چارې چې زموږ په ټولنه کې شته، خو منفي اغېزې لري

زموږ په ټولنه کې ډېر روایتونه موجود دي، په کورونو کې عموماً لویان پر کشرانو …