کورپاڼه / خبرونه / محمد عامر ټېسټ کرکټ ولې پرېښود؟
محمد عامر

محمد عامر ټېسټ کرکټ ولې پرېښود؟

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکى محمد عامر وايي، چې هغه له ټېسټ کرکټ څخه د پېسو لپاره استعفا نه ده ورکړې، دا خبره غلطه ده چې د هغه په اړه کېږي.

له يوه پاکستاني ټلويزيون سره نوموړي په خپله مرکه کې وويل، که چېرته ما ټېسټ کرکټ نه واى پرېښى، نو زما د کرکټ کيرير به اوس ختم شوى و.

محمد عامر همدا راز د نيوزيلېنډ سفر ته په نه غوره کېدو هم خپګان ښکاره کړ او وې ويل، چې د هغه ډېره هيله وه چې د نيوزيلېنډ سياليو پر وړاندې به په لوبډله کې واخيستل شي.

دغه پاکستاني چټک توپ اچونکي همدا راز دا هم وويل، چې د په تخنيکي ډول له ويراټ کوهلي څخه بابر اعظم ډېر ښه توپوهونکى دى. هغه زياته کړه، چې له ويراټ کوهلي څخه بابر اعظم ته توپ اچونه سخته ده.

محمد عامر تېر کال د جولاى په مياشت کې له ټېسټ کرکټ څخه استعفا ورکړې وه.

هغه په خپله مرکه کې وويل، چې پر ما پنځه کاله بندېز لګېدلى و او پنځه کاله ما هېڅ کرکټ ونه کړ، کله چې بندېز پاى ته ورسېد، نو ما بيا په درې واړه بڼو کې کرکټ پيل کړ، زما په بدن دومره زيات فشار و، چې زه به ډېر ستړى کېدم.

محمد عامر همدا راز زياته کړه، وروسته ما فکر وکړ، چې که زه غواړم چې د راتلونکو ٦ کلونو لپاره کرکټ وکړم، نو بايد چې ټېسټ کرکټ څخه استعفا ورکړم او يوازې ٥٠ اوريز او ٢٠ اوريز سياليو کې ولوبېږم.

د يادولو وړ ده چې د پاکستان ملي لوبډلې د توپ اچونې روزونکي وقار يونس پر محمد عامر او وهاب رياض نيوکې کړې وې، چې ولې يې له ټېسټ کرکټ څخه استعفا ورکړه.

٢٨ کلن محمد عامر د پاکستان لپاره ٣٦ ټېسټ، ٦١ نړيوالې يو ورځنۍ او ٥٠ نړيوالې شل اوريزې لوبې ترسره کړې دي. هغه په ټېسټ لوبو کې ١١٩، په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې ٨١ او په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې ٥٩ ويکټې ترلاسه کړې دي.

Loading...

دا هم ولولئ

پاکستان لوبډله

پاکستان د سويلي افريقا پر وړاندې سياليو ته لوبډله اعلان کړه، شاداب خان او نسيم شاه نه دي اخيستل شوي

د پاکستان کرکټ بورډ د سويلي افريقا پر وړاندې ټېسټ لوبو ته ٢٠ کسيزه لوبډله …