کورپاڼه / اسلام / لرغونپوهان وايي په اسراييلو کې يې د عيسى عليه السلام د ماشوموالي کور پېدا کړى
د عيسى عليه السلام کور ١

لرغونپوهان وايي په اسراييلو کې يې د عيسى عليه السلام د ماشوموالي کور پېدا کړى

لرغونپوهانو د عيسى عليه السلام د ماشوموالي د کور پېدا کولو ادعا کړې ده. دوى وايي چې دا کور يې په اسراييلو کې پېدا کړى دى، چېرته چې عيسى عليه السلام خپل ماشومتوب تېر کړى.

د انډيا ټايمز وېبپاڼې د راپور په وېنا، لرغونپوهانو دا کور د اسراييلو په ناصره ښار کې پېدا کړى دى. دا کور چې په لومړۍ زېږديز پېړۍ کې جوړ شوى دى، اوس هم په ښه حالت کې دى.

په راپور کې ويل شوي دي، چې په دې کور کې څو پېړۍ مخکې يوه کليسا جوړه کړې وه. لرغونپوهان له ډېرو کلونو راهيسې د دې کور په لټه کې و او بالاخره هم هغوى بريا ترلاسه کړه.

د عيسى عليه السلام کور ٢

په راپور کې ويل شوي دي، چې د دې کور په لټه کې چې کومه ډله لرغونپوهان شامل و، د هغوى مشر برېتانوى پروفېسر کين ډارک و. نوموړي په ٢٠٠٦ کال کې د دې کور لټه پيل کړې وه.

لرغونپوهانو په خپله څېړنه کې دا هم معلومه کړې ده، چې دا کور په لومړۍ زېږديز پېړۍ کې جوړ شوى و.

د يادولو وړ ده چې لرغونپوه پروفېسر کين ډارک چې کومه کليسا د عيسى عليه السلام کور ګڼي، هغه د اسراييلو په ناصره ښار کې مشهور (سسټرز اف ناصره کانونټ) دى. دا کليسا د روم سلطنت پر مهال په يوه قدرتي غار کې جوړه شوې وه او پروفېسر کين ډارک وايي، چې په همدې غار کې د عيسى عليه السلام ماشومتوب تېر شوى دى.

د عيسى عليه السلام کور ٣

د دغه ډلې مشر کين ډارک همدا راز وايي، چې دوى له تېرو ١٤ کلونو راهيسې د عيسى عليه السلام د کور په لټه کې و او بالاخره په دې بريالي شو، چې هغه ځاى پېدا کړي، چې عيسى عليه السلام پکې خپل ماشومتوب تېر کړى دى.

Loading...

دا هم ولولئ

قران کریم چې وروستی الهي او الهامي کتاب دی، لفظي یا لغوي مانا یې څه ده؟

قران کریم د پیغمبر اکرم صلی الله علیه وسلم یوه لویه معجزه ده، چې په …