کورپاڼه / بېلا بېل / د هند هغه ايالت چې نارينه بې واکه او ښځې واکمنې دي
هندۍ ښځه

د هند هغه ايالت چې نارينه بې واکه او ښځې واکمنې دي

د هند په هیواد کې د کاسي قبیلې ښځینه و، نارینه بې وسه یا بې واکه کړي او د قبیلې د دودونو له مخې یې د کورنۍ مشري په خپله غاړه اخیستې، چې ټول واک او اختیار یې هم پخپل لاس کې دي.

په عادي ډول خو په هر ځای کې د نارینه و راج او اختیار چلېږي او د کورنۍ مشري هم نارینه کوي، خو د هندوستان په شمال ختیځ ایالت د مګالایا په یوې قبیله کې دا خبره برعکس ده او د کورنۍ مشري یې ښځې کوي.

ویل کېږي، چې زیاتره نارینه د نابرابري، تشویش او نا آرامۍ ښکار ګرځي، خو ددې قبیلې دا دود له کلونو راهیسې روان دی او ټول واک او اختیار یې د ښځینه و په لاس کې وي، چې هر ډول آمر او حکم یې هم پکې چلېږي. دغه راز جایداد یا میراث هم د نارینه پر ځای ښځو ته ورکول کېږي.

رسنۍ وایي، د کاسي د قبیلې نفوس ۳۰ لکو ته رسېږي، چې د ایالت د نفوسو ۳۵ سلنه برخه جوړوي.

د کاسي قبیله له کلونو څخه دا ډول دودونه لري، چې له مخې یې ښځه د کور مشره او په ټولو مالي او ټولنېرو کارونو کې خپلواکه وي. سره له دې چې ددې قبیلې ښځې په ټولنیز او اقتصادي لحاط برتري لري، خو لاهم په سیاست او د رایې په ورکولو کې کومه برخه نه لري او پرځای یې نارینه د سیاست کارونه په غاړه اخلي.

د نړیوالو رسنیو پر وینا ویل کېږي، چې په کاسي قبیله کې د ښځو د مشرتوب سیستم له هغه وخته پیل شوی، چې نارینه به  جنګ او جګړو لپاره له کوره وتل، یعنې کله به چې نارینه جنګ ته تلل، نو د کور ټول کارونه به ښځینه و ته پاتې شول، چې بیابه یې مشري هم ښځو کوله او له هماغه وخته یې ټولنېز او اقتصادي نظام د ښځو په وسیله چلېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

سره بانجان ټماټر

“سره بانجان (ټماټر) عيسايي دي، مسلمانان دې يې نه خوري”

ايا کله مو د مېوو يا ترکاريو په اړه فتوې اورېدلي دي، چې کوم عالم …