کورپاڼه / خبرونه / نيوزيلېنډ: د ٦ پاکستاني لوبغاړو د کورونا ټېسټونه مثبت راغلي
پاکستان ملي لوبډله

نيوزيلېنډ: د ٦ پاکستاني لوبغاړو د کورونا ټېسټونه مثبت راغلي

په نيوزيلېنډ کې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د ٦ لوبغاړو د کورونا ټېسټونه مثبت راغلي دي او د روغتيايي مسوولينو له لوري پاکستاني لوبغاړو ته اخطار هم ورکړل شوى دى.

په راپورونو کې ويل شوي دي، چې د نيوزيلېنډ روغتيايي مسوولين وايي، چې پاکستاني لوبغاړي احتياطي تدابير په سمه توګه نه پلي کوي او په لومړي سر کې د شپږ لوبغاړو د کورونا ټېسټونه مثبت راغلي دي.

د روغتيايي مسوولينو مشر اشلى بلومفيلډ له رسنيو سره په خبرو کې ويلي دي، چې پاکستاني لوبغاړي د کورونا احتياطي تدابير نه عملي کوي او دا ښه کار نه دى.

هغه وايي، چې د شپږ لوبغاړو د کورونا ټېسټونه مثبت راغلي دي او موږ له پاکستاني لوري څخه غوښتنه کړې ده چې په سمه توګه دې احتياطي تدابير تعقيب کړي.

روغتيايي مسوولينو ويلي دي، چې دوى د څارونکو کمرو له لارې وليدل، چې لوبغاړي ټولنيز واټن نه ساتي او داسې ګرځي، لکه د کورونا په نوم چې هېڅ نه وي.

که څه هم د لوبغاړو نومونه دي څرګند شوي، چې د کومو لوبغاړو د کورونا ټېسټونه مثبت راغلي دي، خو نيوزيلېنډ ته د پاکستان ٥٣ لوبغاړي تللي دي، چې د هغوى له ډلې يې د ٦ لوبغاړو د کورونا ټېسټونه مثبت راغلي دي.

د پاکستان لوبډله دوه ورځې وړاندې نيوزيلېنډ ته تللې ده، چې اوس هلته کرنټين دي. همدا راز د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پيليز توپوهونکى فخر زمان، چې له تګ څخه مخکې پکې د کورونا نښې ښکاره شوې وې، له ياد سفر څخه پاتې او سياليو څخه بهر شو.

ياده دې وي چې د پاکستان او نيوزيلېنډ ترمنځ د ٣ نړيوالو شل اوريزو او ٢ ټېسټ لوبو لوبلړۍ ترسره کېږي. دا سيالۍ به د دسمبر په ١٨مه نېټه په اکلېنډ کې پيل شي.

Loading...

دا هم ولولئ

راشد خان

راشد خان د ډيويډ وارنر په لار، جالبه ويډيو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکي راشد خان په انسټاګرام کې يوه …