کورپاڼه / اسلام / د ورځې خوب کول د سنت طریقه ده، چې ګڼې حیرانوونکې ګټې هم لري
د ورځې خوب

د ورځې خوب کول د سنت طریقه ده، چې ګڼې حیرانوونکې ګټې هم لري

که څه هم زیاتره کسان د ورځې د کارونو په سبب نه وېده کېږي یا وېده کېدو ته وخت نه لري، خو نن ورځ درته د غرمې پر وخت د خوب کولو داسې ګټې بیانوم، چې له دې وروسته به حتماً د خوب کولو هڅه وکړئ.

د غرمې پر وخت خوب کول د لټۍ یا سستۍ نښه نه ده، بلکې د ذهني او بدني ښه والي لپاره ترټولو ښه طریقه ده، چې ځینې کسان ورته ډېر زیات ضرورت هم لري.

راځئ چې د قیلولې یا د غرمې د خوب سببونه وپېژنو!

په روان نوي دور کې ډېری کسان خپل خوب نه شي پوره کولی. تر ډېره کار کول، مصروفه ژوند، د ښارونو شور او د بریښنایي وسایلو استعمال زموږ ذهن او بدن آرام ته نه پرېږدي. که چېرته مو خوب نه وي پوره، نو تاسې قیلولې ته اړتیا لري، ځکه چې ستاسې خوب نه ده پوره شوی.

ساینسپوهان وایي، چې سلګونه کاله مخکې انسانان په وینو کې اوسېدل، چې په یو ځل به تر ډېره نه وېده کېدل، بلکې په وقفه ییز ډول به یې خوب کاوه. خو اوس انسانانو ونې پرېښي او په ځمکه ټوله شپه خوب کوي.

بله خوا ځینې داسې کسان هم شته چې په یو ځل ټول خوب نه شي پوره کولی او په وقفه ییز ډول وېده کېږي. هماغسې لکه ځینې کسان چې په کیڼ لاس کار کوي، دغه ډول وقفه ییز خوب کول هم د جینونو په وسیله په ارثي ډول پاتې کېدلی شي. نو دا ډول خلک باید په ورځ کې تر یوه حده خوب وکړي.

ویل کېږي، چې د کار کولو دمخه لږ اندازه خوب کول د دماغو او بدن د تازه والي سبب ګرځي، چې ډېری لوبغاړی هم ورته کړنه ترسره کوي. د مثال په ډول د امریکا مشهور لوبغاړی (جی جی ریډک) هره ورځ له دوو څخه تر څلورو بجو پورې خوب کوي او بیا د ماښام پر وخت لوبه کوي. یعنې دوی پر دې پوهېږي چې د ورځې خوب کول یې په فعالیتونو کې ښه والی راولي.

ځینې خوبونه داسې هم وي، چې موږ داسې احساس کوو، چې وینو یې او یوه ښه تجربه راته کېږي. دغه راز د ورځې پرمهال خوب کول زموږ دماغ فعال ساتي.

دا هم ولولئ

د قرانکریم دا آیت له هرې بلا او آفت څخه خوندي ساتي

په دې لیکنه کې د یوې داسې دعا په اړه خبرې کوو، چې هغه د …