کورپاڼه / خبرونه / د هند او اسټراليا لوبغاړي به د ډين جونز په ياد په لوبه کې په مټو تورې پټۍ وتړي
ډين جونز، هند او اسټراليا

د هند او اسټراليا لوبغاړي به د ډين جونز په ياد په لوبه کې په مټو تورې پټۍ وتړي

د هند او اسټراليا کرکټ ملي لوبډلو لوبغاړي به د لومړۍ نړيوالې يو ورځنۍ لوبې پر مهال به د ډين جونز په ياد کې په مټو تورې پټۍ وتړي او د لوبې تر پيلېدو مخکې به د يوې دقيقي لپاره خاموشي هم اختيار کړي.

دا لوبه چې د جمعې په ورځ ترسره کېږي، لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه ده، چې د هند او اسټراليا ترمنځ به ترسره شي.

ډين جونز چې د اسټراليا کرکټ ملي لوبډلې پخوانى لوبغاړى و، هغه د کرکټ څخه د استعفا ورکولو وروسته د روزونکي او کمنټيټر په توګه دنده ترسره کوله.

نوموړى د کرکټ په نړۍ کې يو مشهور کمنټيټر و، چې د تېر اى پي ايل ليګ پر مهال په سپتمبر مياشت کې په هند کې د زړه د حملې له امله مړ شو.

ډين جونز د شپږيزې کرکټ ليګ لپاره افغانستان ته هم راغلى و او دلته يې د شپږيزې په سياليو کې کمنټري کړې وه. د هغه سره د افغان لوبغاړو هم ډېرې ښې اړيکې وې.

ډين جونز

ډين جونز د اسټراليا لپاره ٥٢ ټېسټ او ١٦٤ نړيوالې يو ورځنۍ لوبې ترسره کړې وې.

د اسټراليا کرکټ بورډ پرېکړه کړې ده، چې د هند او اسټراليا ترمنځ د لوبو د پيلېدو پر مهال د هغه په ياد د هند او اسټراليا لوبغاړي تورې پټۍ وتړي.

د اسټراليا کرکټ بورډ وايي، چې د هند او اسټراليا ترمنځ لومړۍ لوبه د جمعې په ورځ ترسره کېږي، چې د لوبې د پيلېدو څخه مخکې به د هغه په ياد کې ټول لوبغاړي يوه دقيقه خاموشي اختيار کړي، همدا راز د هغه د کرکټ د کامياب کرير په اړه جوړه شوې يوه ويډيو به هم په لويه شيشه ښکاره شي او په لوبه کې به لوبغاړي تورې پټۍ هم وتړي.

Loading...

دا هم ولولئ

راشد خان

راشد خان د ډيويډ وارنر په لار، جالبه ويډيو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکي راشد خان په انسټاګرام کې يوه …