کورپاڼه / ليکنې / د فرهان يوسفزي وروستۍ مرکه او څو ځوابونو ته يې ځوابونه
فرهان يوسفزى

د فرهان يوسفزي وروستۍ مرکه او څو ځوابونو ته يې ځوابونه

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس فرهان يوسفزي تېره ورځ د شمشاد خصوصي ټلويزيون سره يوه ځانګړې مرکه ترسره کړې ده، چې غواړم په اړه يې څو خبرې وليکم.

لومړى خو دا چې په مرکه کې هېڅ داسې کومه نوې خبره نه وه، ځکه چې ټول معلومات و، چې همدا معلومات نه يوازې دا چې کرکټ بورډ وخت په وخت خپاره کړي و، بلکې که يې د فرهان يوسفزي پر ځاى د دغه ادارې د وياند څخه پوښتلي واى، ښايي ډېر ښه يې ځوابونه يې ورکړي و.

ځکه چې فرهان يوسفزى د پښتو په ويلو کې هم مشکل لري او په ټوله مرکه کې هېڅ نوې پوښتنه هم نه وه، ځکه ټولې خبرې زړې وې.

يوه پوښتنه، چې کرکټ بورډ په پرمختګ روان دى او که شاته روان دى، فرهان يوسفزي يې په ځواب کې وويل، چې دا خو بايد موږ ته خلک ووايي. خو بيا وايي، چې زه په دليل سره وايم چې اوس کرکټ بورډ په ډېر پرمختګ کې روان دى، ځکه زما له راتګ مخکې اداره کې ډېر مشکلات و، سيسټم نه و، منېجمنټ نه و، ټول کارونه برعکس کېدل او دا هر څه ما سم کړل.

هغه وايي، چې په اداره کې مې سيسټم جوړ کړ، په ټولو څانګو کې مو خلک چاڼ کړل او چې څوک کار نه شي کولاى، نو په خپله مخه به ځي.

هغه دا هم وويل، کرکټ بورډ ته د راتګ دليل يې دا و چې د ولس خدمت وکړي.

لومړى خو دا چې د کرکټ بورډ نه خلک څومره خوشحاله او خپه دي، په دې اړه د کرکټ بورډ د فېسبوکپاڼې څخه ډېر ښه معلومات ترلاسه کېداى شي، د کرکټ بورډ چيرمېن دې يوازې دا يو کار وکړي، چې د هر پوسټ لاندې شوې تبصرې دې ولولي، نو هغه ته به پوره معلومات وشي، چې ولس يې په اړه څه فکر کوي.

دويم دا، چې په اداره کې زموږ د معلوماتو له مخې، د فرهان يوسفزي په وخت کې ٧٠ کسان داسې مقرر شوي دي، چې په هېڅ پروسه کې يې برخه نه ده اخيستې او ځينو سره خو ان مرکې هم نه دي شوي او په څو چنده زيات معاشونو باندې ګمارل شوي دي.

زموږ د معلوماتو له مخې، همدا اوس هم د کرکټ بورډ په ډېرو څانګو کې داسې کسان دندې ترسره کوي، چې د کرکټ په الف بې نه پوهېږي او ځينې خو په دې هم نه پوهېږي، چې دوى په دغه څانګه کې څه دنده لري؟

فرهان يوسفزي دا هم وويل، چې کله کرکټ بورډ ته راغى، نو کرکټ بورډ منفي بوديجه کې روان و، چې اوس مثبت بوديجه کې روان دى، دغه پوښتنه خو د کرکټ بورډ هر عمومي رييس څو څو ځلې په همدې ټکو تکرار کړې ده.

د ٢٠٢١ کال د لوبو په اړه فرهان يوسفزي وويل، چې يو کال مخکې ټاکل شوې دي، خو حال دا چې دا لوبې په ٢٠١٧ کال کې پلان شوې دي، چې اى سي سي د FTP پروګرام د څلور کلونو لپاره جوړ کړى و.

هغه وويل، چې موږ نورو هېوادونو سره هم خبرې کړې دي، خو موږ نه غواړو چې داسې چا سره کرکټ وکړو، چې موږ ته ګټه او لاسته راوړنه ونه لري، ځکه د يوې لوبډلې کوربه توب کول ډېرې پېسې غواړي.

خو زموږ د معلوماتو له مخې، په تېرو دوه کلونو کې په کرکټ بورډ کې هېڅ کس داسې نه دى پېدا شوى، چې د سترو لوبډلو سره دې د لوبو د برابرولو په تړاو کومې هلې ځلې وکړي او د کرکټ بورډ سترګې يوازې او يوازې د اى سي سي FTP پروګرام ته دي.

فرهان يوسفزى په خپله هره مرکه او هره وېنا کې دا يوه خبره کوي او دا خپله ستره لاسته راوړنه ګڼي، چې اصغر افغان يې بيا کپتان کړ، د اصغر افغان او ګلبدين نايب روغه يې وکړه او په لوبغاړو کې يې اتفاق او يووالى راوست.

خو د فرهان يوسفزي همدا کار و، چې د کرکټ سره يې د خلکو مينه لا ډېره په کرکه بدله کړه، ځکه کوم کارونه چې په دغه وخت کې وشو، دا د يوې ادارې کارونه نه، بلکې د حجرې کارونه و، چې اصغر افغان او ګلبدين نايب يې سره جوړ کړل، خو په نړيوال جام کې څه وشو، د هغې په اړه نه کومه پلټنه وشوه، نه چاته سزا ورکړل شوه او نه کوم بل ګام پورته شو.

په وروستۍ برخه کې يوازې يوه يادونه کوم، راشد خان چې د افغانستان وياړلى لوبغاړى دى او د نړۍ په سترو تجارتي ليګونو کې د افغانستان نوم ځلوي، تر دې پورې چې د اى سي سي له لوري د نړيوالو شل اوريزو لوبو د لسيزې د غوره لوبغاړي جايزې ته هم نوماند شوى دى، خو بيا هم په فېسبوک کې په سلګونو کسان د هغه پر ضد پوسټونه کوي او وايي، چې خيانت يې کړى دى.

له دې څخه دا په واضحه توګه ښکاره کېږي، چې ولس له کرکټ سره څومره مينه لري او د ٢٠١٩ کال نړيوال جام تراوسه پورې خلکو نه دى هېر کړى.

ليکوال : بېدار افغان

دا هم ولولئ

ښځه او سړى

په لومړي نظر نارینه په ښځو کې څه ویني؟

ارواپوهنه د انساني تجربو په مطالعه او د انساني دماغو د مختلفو احساساتو، جذباتو او …