کورپاڼه / د لوبو راپورونه / د لنکا پريمئير ليګ زبردسته لوبه، کولمبو کنګز په سوپر اور کې بريا خپله کړه
قېس احمد

د لنکا پريمئير ليګ زبردسته لوبه، کولمبو کنګز په سوپر اور کې بريا خپله کړه

د لنکا پريمئير ليګ لومړۍ لوبه ډېره زبردسته ترسره شوه، چې دواړو لوبډلو ٢١٩-٢١٩ منډې وکړې، لوبه مساوي شوه او په سوپر اور کې بيا د کولمبو کنګز لوبډلې لومړۍ بريا خپله کړه.

د سريلانکا تجارتي ليګ (لنکا پريمئير ليګ) کې نن لومړۍ لوبه د کنډي ټسکرز او کولمبو کنګز لوبډلو ترمنځ په همبانټوټا کې ترسره شوه. د لوبې په پيل کې کولمبو کنګز پچه وګټله او لومړى يې د کنډي ټسکرز لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

کنډي ټسکرز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٣ لوبغاړو په سوځېدو ٢١٩ منډې وکړې، چې له ډلې يې لوبډلمشر کوشل پريرا د ٤ شپږيزو او ٩ څلوريزو په مټ په ٥٢ توپونو ٨٧، رحمان الله ګربز د ٤ شپږيزو او ٦ څلوريزو په مټ په ٢٢ توپونو ٥٣، اصيله ګونارتنى ٣٣ ناسوځېدلې او کوشل مينډس ٣٠ منډې وکړې.

رحمان الله ګربز ١

د کولمبو کنګز له لوري قېس احمد، منپريت ګوني او دوشمانتا چميرا ١-١ ويکټ واخيستې.

قېس احمد

د ٢٢٠ منډو هدف په تعقيب د کولمبو کنګز لوبډلې هم په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه او په ټاکلو ٢٠ اورونو کې يې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ٢١٩ منډې وکړې، چې لوبه مساوي شوه.

د دوى له لوري دينيش چنديمل د ٢ شپږيزو او ١٢ څلوريزو په مټ په ٤٦ توپونو ٨٠، ايسورو ادانا د ٤ شپږيزو په مټ په ١٢ توپونو ٣٤ ناسوځېدلې، انډري رسل ٢٤، لوري ايوانس ٢٢، تهيکشيلا ډي سلوا ٢٢ او قېس احمد ١٥ منډې وکړې.

د کنډي ټسکرز له لوري نوين الحق او نووان پراديپ ٢-٢، اصيله ګونارتني او سيکوج پراسنا ١-١ ويکټ واخيستې.

نوين الحق

سوپر اور:

په سوپر اور کې د کولمبو کنګز له لوري ايسورو ادانا او انډري رسل توپوهنې ته راکوز شول او نووان پراديپ توپ اچونه ترسره کوله. په سوپر اور کې کولمبو ١٦ منډې ترلاسه کړې او ١ لوبغاړى يې هم وسوځېده.

د ١٧ منډو هدف پوره کولو لپاره د کنډي ټسکرز له لوري رحمان الله ګربز او کوشل پريرا توپوهنې ته راکوز شو، همدا راز د کولمبو کنګز له لوري ايسورو اډانا توپ اچونې ته راغى.

رحمان الله ګربز په ٥ توپونو ١١ او کوشل پريرا په ١ توپ ١ منډه وکړه، چې په اور کې ټولې ١٢ منډې ترلاسه شوې او د ٤ منډو په توپير کولمبو کنګز په سوپر اور کې بريا خپله کړه.

د يادولو وړ ده چې د لنکا پريمئير ليګ کې رحمان الله ګربز لومړنى توپوهونکى شو چې لومړۍ منډه، لومړۍ شپږيزه او همدا راز لومړۍ پنځوسيزه يې هم ووهله.

بل لوري ته قېس احمد لومړنى توپ اچونکى شو، چې لومړۍ ويکټ يې ترلاسه کړه، هغه په دې لوبه کې د رحمان الله ګربز ويکټ واخيسته.

کريم صادق هم د کولمبو کنګز لوبډلې اخيستى دى، خو په نننۍ لوبه کې د لوبېدو چانس ورنکړل شو.

سبا د نومبر په ٢٧مه نېټه به په لنکا پريمئير ليګ کې دويمه لوبه د ګال ګليډيټرز او جافنا سټالونز لوبډلو ترمنځ ترسره شي. دا لوبه چې په همبانټوټا کې ترسره کېږي، د افغانستان په وخت ٧ بجې به پيل شي.

د ګال ګليډيټرز لوبډله کې د افغانستان چټک توپوهونکى حضرت الله ځاځى هم لوبېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

هند لوبغاړى

هند د اسټراليا د ٣٣٨ منډو په ځواب کې ٢٤٤ منډې وکړې

د دريمې ټېسټ لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د هند توپوهونکي ونه توانېدل چې د …