کورپاڼه / روغتيا / د زمزم د اوبو څو څاڅکي مو له ناروغۍ ژغوري
د زمزم اوبه

د زمزم د اوبو څو څاڅکي مو له ناروغۍ ژغوري

د زمزمو د اوبو په اړه خو بېلابېل مذهبي او تاریخي معلومات ټولو ته ښکاره او معلوم دي، چې د حضرت ابراهیم ع د زوی حضرت اسماعیل ع د تندې په سبب له پښو وهلو وروسته راوتلې وه او له هغه وخته تر اوسه پورې بهېږي، چې هیڅکله به وچه نه شي.

د جرمني ساینسپوه کرسټیانو مټاینو وایي، چې د زمزمو اوبه ښې روغتیایي اوبه دي، چې نه ختمېدونکي اوبه یې هم ګڼل شو، چې د هایي کمپوزیشن هایډرو لیول، سوډیم او د معدني موادو لرونکي دي.

د امریکا هیواد د (پرکلن ایلمر) اداره وایي، چې د زمزم په اوبو کې میګنیزیم، فاسفورس، سلیکون، اکسیډايز این، کلسیم، کابایډز او نور بېلابېل معدني مرکبونه موندل کېږي، چې له نورو ټولو اوبو څخه پاکې او ښې روغتیایي اوبه ګڼل کېږي.

بله خوا ډاکتر یحیی کوشک وایې، چې د زمزم اوبه د ډېرو خطرناکو ناروغیو لکه د سرطان، تایرایډ، د پوستکي ناروغۍ، شکر، د زړه ناروغۍ او د ډېرو نورو ناروغیو څخه د ژغورلو لپاره مرستندویه ثابتېږي. دغه راز جرمني ساینسپوه ډاکتر نټ فیفر وایي، چې د زمزم اوبه د انسان حجرو ته ځواک او انرژي ورکوي او روغې یې ساتي.

ایټالوي ډاکتر رچ فاو وایي، چې په دې اوبو یعنې زمزمو کې سودیم، ویټامین بي ۶، ویټامین سي او ویټامین ای په زیاته کچه موندل کېږي، چې د پوستکي لپاره ګټور تمامېږي.

فرانسوي کارپوه رچي کف وایي، چې د زمزمو اوبه د ژبې د بندښت یا تنتړي کېدو ترټولو غوره درملنه ده، ځکه چې په زمزمو کې په زیاته کچه ویټامین بي ۱ موندل کېږي، چې د ژبې د بندښت یا تنتړي کېدو لپاره مرستندویه ثابتېږي.

د نیورو ساینس ژورنال لیکي، چې د زمزمو په اوبو کې میګنیزیم، سیلینیم، ویټامین ډي، ویټامین سي او د فولک اسید مرکبونه موندل کېږي، چې د عصبي ناروغانو د درملنې لپاره هم ګټور تمامېږي.

یاده دې وي، چې د زمزم اوبه د افغاني ټولنې په ځینو برخو کې د خېټې د درد لپاره هم استعمالېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

هغه حیرانوونکې قهوه چې په تېزۍ سره د بدن وزن کموي

ویل کېږي چې د خېټې د اضافي وازدې د اوبه کولو لپاره ادرک او لېمو …