کورپاڼه / بېلا بېل / د چرګې له هګۍ هم غټ انګور ٣٠٠ ډالر بيه لري
انګور

د چرګې له هګۍ هم غټ انګور ٣٠٠ ډالر بيه لري

پورته عکس فوټوشاپ شوى نه دى، بلکې دا د جاپاني انګورو يو ډېر ځانګړى او نادره ډول دى، چې په غټوالي کې د چرګې له هګۍ څخه هم غټ انګور دي.

د وېتنام په ټولنيزو رسنيو کې نن سبا د دې انګورو په اړه ډېر بحثونه روان دي او دا انګور د (وي اى پي ورايټي) په نوم هم خرڅول کېږي.

د دې انګورو يو پاکټ په ٣٠٠ امريکايي ډالرو دى، په يو پاکټ کې يې ډېر لږ انګور وي، چې وزن يې شاوخوا ١ کيلو وي.

انګور ٢

د وېتنامۍ وېبپاڼې (وېتنام نېټ) په يو راپور کې ليکلي دي، چې د وېتنام ځايي پلورونکي وايي، چې دا انګور ډېر خوندور او له اوبو څخه ډک دي، چې دوى يې له جاپان هېواد څخه راوړي.

د دې انګورو بيه له دې امله هم دومره ډېره دى، چې لومړى خو دا ډېر نادره او ځانګړي انګور دي او بيا چې کله دا په پاکټونو کې بندول کېږي، نو د معيار يې ډېر زيات خيال ساتل کېږي.

د (وي اى پي ورايټي) د هر انګور لپاره دا لازمي ده، چې بيا هره دانه يې له ٤ څخه تر ٥ سينټي ميټرو پورې غټه وي. نو داسې په يو پاکټ کې ډېر لږ انګور ځايېږي، چې شاوخوا ١ کيلو وزن يې جوړېږي.

انګور ٣

که څه هم دا انګور ډېر ګران دي، خو بيا هم په وېتنام کې ډېر مشهور شوي دي. د تازه مېوو يوې پلورونکې ځايي رسنيو ته ويلي دي، چې کله يې د دې انګورو په اړه په ټولنيزو رسنيو کې خبر خپور کړ، نو ډېر خلک يې پلورنځي ته راغلل او ٥٠ پاکټه انګور يې په ډېر لږ وخت کې وپلورل. هغه وايي، چې اوس نورو انګورو ته په تمه ده، ځکه چې خلک ورته راځي او نور انګور هغه نه لري، ډېر خلک غواړي چې دا انګور واخلي.

Loading...

دا هم ولولئ

بليو سټېټ ښار ١

د نړۍ لومړنى په اوبو کې ګرځېدونکى ښار، دا ښار چېرته او د کورونو بيې يې څومره دي؟

په نړۍ کې په لومړي ځل يو داسې ښار جوړ شوى دى، چې په سمندر …