خپلواک وېبپاڼه (١١ اکتوبر ٢٠١٩): د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې په شل اوريزه سياليو کې د سريلانکا له لوبډلې شرموونکې ماته وخوړه چې له هغه وروسته پاکستانۍ لوبډله په پاکستان کې تر سختو نيوکو لاندې ده.
د پاکستان کرکټ مينه وال که څه هم مشر روزونکى مصباح الحق د دې ذمه وار ګڼي، خو د پاکستان کرکټ لوبډلې لوبډلمشر سرفراز احمد هم د خلکو تر نيوکو لاندې دى او وايي چې په لوبډله کې يې هېڅ لاسته راوړنه نه ده لرلې.
که څه هم پاکستان په يو ورځنيو لوبو کې د دوه صفر سره سريلانکا ته ماته ورکړه او لوبلړۍ يې په خپل نوم کړه، خو سريلانکايي لوبډلې په شل اوريزو کې بيا پاکستان ته په درې صفر سره ماتې ورکړه او خپل حساب يې ورسره برابر کړ.
دا هم ولولئ:
سريلانکايي راجا پاکستاني بالران سم وټکول
سريلانکايي ځوانانو پاکستانۍ مخکښه لوبډله په خپل کور کې وډبوله
سريلانکايي ځوانانو پاکستان له تېغه تېر، خو افغانستان ته يې هم تاوان ورساوه
په خپل کور کې د سريلانکا د کمزورې لوبډلې نه په لوبلړۍ کې وايټ واش ماته خوړل د پاکستان کرکټ مينه والو ته د منلو نه دى او همدا لامل دى چې په سرفراز احمد سختې نيوکې روانې دي.
د سريلانکا لوبډلې پاکستان ته له راتګ وروسته په دغه هېواد کې کلونه وروسته نړيوال کرکټ ترسره شو. سريلانکا په لومړۍ شل اوريزه لوبه کې پاکستان ته په ٦٤ منډو ماته ورکړه، په دويمه شل اوريزه لوبه کې يې په ٣٥ منډو ماته ورکړه او په دريمه او اخري شل اوريزه لوبه کې يې په ١٣ منډو ماته ورکړه او په لوبلړۍ کې يې د درې صفر سره بريا خپله کړه.
د پاکستان په دغه ماتو غصه يوه پاکستاني د لاهور په قذافي لوبغالي کې بهر د پاکستان لوبډلمشر سرفراز احمد لګېدلي لوى انځور باندې خپله غصه سړه کړه، چې ويډيو يې په ټولنيزو رسنيو کې ډېره لاس په لاس شوې ده.
A fan not happy with Sarfaraz Ahmed after the 3-0 loss to Sri Lanka #PAKvSL #Cricket pic.twitter.com/S6Biri8z4f
— Saj Sadiq (@Saj_PakPassion) October 10, 2019
په اصل کې د پاکستان او سريلانکا درې واړه شل اوريزې لوبې د لاهور په قذافي لوبغالي کې ترسره شوې. په دريمه لوبه کې چې پاکستان د ١٤٨ منډو هدف پوره نه کړ او لوبلړۍ يې له لاسه ووتله، نو د پاکستانۍ کرکټ لوبډلې يو مينه وال د لوبغالي بهر د کپتان سرفراز احمد په لګېدلي لوى انځور باندې د سوکانو او لتو باران وکړ. هغه د سرفراز مخ په سوکانو او لتو وواهه او خپله غصه يې پرې سړه کړه، چې دغه ويډيو يې په ټولنيزو رسنيو کې ډېره لاس په لاس شوې ده.