کورپاڼه / خبرونه / که پاکستاني لوبغاړي بله تېروتنه وکړي، سيالۍ به لغوه او بېرته به خپل هېواد ته ولېږل شي
پاکستاني لوبغاړي

که پاکستاني لوبغاړي بله تېروتنه وکړي، سيالۍ به لغوه او بېرته به خپل هېواد ته ولېږل شي

د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) عمومي رييس وسيم خان د ٦ پاکستاني لوبغاړو د کورونا ټېسټونه مثبت راتللو وروسته ټولو لوبغاړو ته خبردارى ورکړى دى، چې که د کورونا پروټوکول يې تعقيب نه کړل، نو نيوزيلېنډ به سيالۍ لغوه او لوبډله به بېرته پاکستان ته راولېږي.

وسيم خان په نيوزيلېنډ کې پاکستاني لوبغاړو ته په خپل غږيز پېغام کې ويلي دي، چې د نيوزيلېنډ کرکټ بورډ او نيوزيلېنډ حکومت له لوري راته پېغام راکړل شوى دى چې د ٦ لوبغاړو د کورونا ټېسټونه مثبت راغلي.

هغه زياته کړې ده، چې دوى راته وويل، چې درې يا څلور ځل مخکې هم تېروتنې شوې دي، موږ هر څه ډېر په سختۍ سره څارو او دا وروستى اخطار دى.

وسيم خان ټولو لوبغاړو ته وويل: ((زه پوهېږم چې ستاسې لپاره سخت وخت دى او دا تېرول اسانه نه دى، په انګلستان کې هم همداسې حالات و، خو خبره د هېواد د عزت ده او د دې لپاره ١٤ ورځې کرنټين کې پاتې کېدل لازمي دي او له هغه وروسته بيا ازاد يئ.))

نوموړي لوبغاړو ته ويلي دي، چې د ١٤ ورځو کرنټين څخه وروسته بيا کولاى شئ چې بهر وګرځئ، رسټورانټونو ته لاړ شئ او احتياطي تدابير ډېر عملي نه کړئ، خو اوس دا هر څه کلک تعقيب کړئ.

وسيم خان همدا راز ويلي دي، چې په دې ١٤ ورځو کې د بلې هېڅ تېروتنې ځاى نشته، که چېرته تاسې کومه بله تېروتنه وکړه، نو دا به د پاکستان لپاره د ستر تاوان خبره وي او د سياليو ترسره کېدو پرته به ټول لوبغاړي بېرته پاکستان ته راولېږل شي.

د يادولو وړ ده چې پرون د پاکستاني لوبغاړو د کورونا ټېسټونه راغلي و، چې د ٦ لوبغاړو ټېسټونه پکې مثبت و. که څه هم د دغه لوبغاړو نومونه نه دي ښکاره شوي، خو د نيوزيلېنډ کرکټ بورډ ويلي دي، چې پاکستاني لوبغاړي د کورونا احتياطي پروټوکول نه تعقيبوي.

دا هم ولولئ

محمد نبي: په نړیوال شل اوریز جام کې به لوبډلمشري یوه ستونزمنه کړنه وي، خو زه ورته لېواله یم

محمد نبي منلې ده چې په نړیوال شل اوریز جام کې به لوبډلمشري یوه ستونزمنه …