کورپاڼه / ريکارډونه / اسټراليايي توپوهونکي ارون فنچ ٥٠٠٠ منډې پوره کړې
ارون فنچ

اسټراليايي توپوهونکي ارون فنچ ٥٠٠٠ منډې پوره کړې

د اسټراليا کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او مخکښ توپوهونکي ارون فنچ په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې د ٥٠٠٠ منډو هدف پوره کړ.

نوموړي نن دا هدف د هند پر وړاندې په لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې پوره کړ.

ارون فنچ چې د هند پر وړاندې په لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې ډېر ښه ولوبېده او پنځوسيزه يې پوره کړه، اوس هم ناسوځېدلى توپوهنې ته ولاړ دى.

ارون فنچ د اسټراليا ١٦م توپوهونکى دى چې په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې د ٥٠٠٠ منډو هدف پوره کوي.

٣٤ کلن ارون فنچ د اسټراليا لپاره ١٣٠ نړيوالې يو ورځنۍ لوبې ترسره کړې دي، چې د ٤١.٧٧ په اوسط يې ٥٠٩٧ منډې ترلاسه کړې دي. په يوه لوبه کې نوموړي ١٥٣ ناسوځېدلې زياتې منډې هم کړي دي.

د هغه سټرايک رېټ ٨٨.٤١ دى، ١٧ سليزې يې وهلي دي او ٢٧ پنځوسيزې يې هم وهلي دي.

ارون فنچ په نننۍ لوبه کې د هند پر وړاندې د ٢ شپږيزو او ٩ څلوريزو په مټ په ١٢٤ توپونو ١١٤ منډې وکړې.

ارون فنچ همدا راز دويم اسټراليايي توپوهونکى دى چې په کمو لوبو کې يې د پنځه زره منډو هدف پوره کړ.

د اسټراليا لپاره تر ټولو زياتې منډې پخواني لوبډلمشر او مخکښ توپوهونکي ريکي پونټينګ کړي دي، هغه ١٣٥٨٩ منډې ترلاسه کړې دي، چې بل کوم اسټراليايي توپوهونکى د ١٠ زره منډو هدف ته نه دى رسېدلى.

له ريکي پونټينګ وروسته اډم ګلکريسټ، مارک ووف، مايکل کلارک، سټيو ووف، مايکل بيوان، الن بارډر، ميتيو هايډن، ډين جونز، ډيويډ بون، شين واټسن، مايکل هسي، ډامين مارټين، ډيويډ وارنر، انډريو سايمنډز او ارون فنچ هغه توپوهونکي دي، چې تر ٥٠٠٠ څخه يې زياتې منډې ترلاسه کړې دي.

د هند او اسټراليا ترمنځ د ٣ نړيوالو يو ورځنيو لوبلړۍ نن پيل شوې ده، چې اسټراليا لومړى توپوهنه کوي او تراوسه پورې يې په ٢٤.٢ اورونو کې ١٣٣ منډې کړې دي او کومه ويکټ يې له لاسه نه ده ورکړې.

Loading...

دا هم ولولئ

راشد خان او شاهين شاه اپريدى

راشد خان له شاهين اپريدي مخکې شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ورو توپ اچونکى راشد خان په ٢٠٢٠ کال کې د …