کورپاڼه / روغتيا / که غوښه ونه خورئ، هډوکي به مو مات کړئ
هډوکي

که غوښه ونه خورئ، هډوکي به مو مات کړئ

که چېرته تاسې د غوښې خوړل په بشپړ ډول بند کړئ او يوازې سبزي خواره شئ، نو د دې کار سره به ستاسې هډوکي پاسته يا نرم شي او د ماتېدو خطره به يې هم زياته شي.

په يوه اوږده څېړنه کې معلومه شوې ده، هغه خلک چې د اوږدې مودې لپاره سبزي يا ترکاري خوري، په هغوى کې د کيلشيم او پروټين کچه کمېږي، دا همداسې زياتېږي او د دوى هډوکي کمزوري کېږي او تر دې پورې چې د ټپي کېدو پر مهال يې اثر نېغ په نېغه په هډډوکو کېږي او په ځانګړې توګه د ورون او پنډيو د هډوکو ماتېدو چانس يې زياتېږي.

له دې مخکې په يوه څېړنه کې دا خبره شوې وه، چې د غوښې خوړونکو په پرتله د ترکاري خوړونکو هډوکي ډېر ماتېداى شي، خو د دې ژوره څېړنه او ساينسي دلايل نه و لټول شوي، اوس په دې برخه کې يوه لويه څېړنه ترسره شوه چې زرګونو خلکو پکې ګډون کړى و.

د ايپک اکسفورډ په نوم پيل شوې دا څېړنه په ١٩٩٣ کال کې پيل شوې وه چې تراوسه پورې پکې د ٦٥ زرو کسانو جايزه اخيستل شوې ده. دا څېړنه په اصل کې په برېتانيه کې د سرطان په خواړو پيل شوې وه، خو وروسته دا د نورو ناروغيو لپاره هم وکارول شوه او د زرګونو خلکو د غواړو، عادتونو او روغتونونو ته د تګ او نورو پېښو په اړه معلومات راغونډ او وڅېړل شول.

له ٢٠١٠ کال څخه تراوسه پورې د غوښو خوړونکو په پرتله بيا د ترکاري خوړونکو د ورون او پنډيو د هډوکو ماتېدو پېښې يو په دوه زياتې شوې دي. هغه خلک چې يوازې ماهيان او ترکاري خوري، په هغوى کې د غوښې خوړونکو په پرتله ٢٥ سلنه زياته ليدل شوې ده، همدا راز هغه خلک چې يوازې سمندري غوښه او ماهيان خوري، په هغوى کې دا خطر پنځوس سلنه زيات دى.

روغتياپالان وايي، چې په ترکاري خوړونکو کې په ١٠ کلونو کې په اوسط ډول په ١٠٠٠ کسانو کې ٢٠ هډوکي ماتېږي، که څه هم کچه يې کمه ده، خو د هډوکو فريکچر کېدل او ماتېدل پکې زيات دي. په ځانګړې توګه هغه خلک چې عمرونه يې زيات دي.

خو په دې څېړنه کې بيا دا خبره هم معلومه شوې ده، که چېرته تاسې په پرلپسې ډول ترکاري خورئ، نو د راتلونکو ١٥ کلونو لپاره په تاسې کې د سرطان خطر ١٠ سلنه او د زړه د ناروغيو خطر ٢٠ سلنه راکمېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

شین ګلپي یا برکولي څه شی دی؟

شین ګلپي یا برکولي د ګلپي یو خاص ډول دی، چې له ډېرو غوره غذایې …