د هېواد د دري او پښتو ژبې مشهوره سندرغاړې اريانا سعيد وايي، چې کورونا ته يې ماتې ورکړه او اوس يې روغتيا ښه ده، چې ژر به بېرته د هېوادوالو خدمت مټې رابډوهي.
اريانا سعيد څو اونۍ وړاندې په کورونا اخته شوې وه، هغې د خپل فېسبوک اکاونټ له لوري په يو پېغام کې ويلي و، چې د کورونا ويروس ټېسټ يې مثبت راغلى دى، بدن يې درد کوي او تېزه تبه يې ده.
دا پېغام د هغې له اکاونټ څخه د نوموړې نامزاد خپور کړى و.
خو تېره ورځ د اريانا سعيد له فېسبوک څخه په يو پېغام کې ويل شوي دي، چې اريانا سعيد کورونا ته ماتې ورکړه او اوس له بشپړې روغتيا څخه برخمنه ده.
له دې پېغام سره د اريانا سعيد يو عکس هم خپور شوى دى، چې تور کالي يې اغوستي دي او همدا راز تور ماسک يې هم په مخ تړلى دى، چې اوس د ښځو د کاليو سره د ماسک يو ډول جوړول هم يو فېشن ګرځېدلى دى.
په ياد پېغام کې اريانا سعيد له خپلو ټولو مينه والو څخه مننه هم کړې ده، چې د هغې ملاتړ يې کړى دى او زرګونه پېغامونه يې ورته لېږلي دي. د اريانا سعيد له لوري ويل شوي دي، چې هغه به ډېر ژر يو ځل بيا د هېوادوالو خدمت ته مټې رابډوهي.
د اريانا سعيد له فېسبوکپاڼې څخه دا پېغام ٢٠ ساعته مخکې خپور شوى دى، چې تراوسه پورې ١٩ زره کسانو خوښ کړى دى او همدا راز دوه نيم زره کسانو پرې تبصرې هم کړې دي.
د يادولو وړ ده چې څو اونۍ وړاندې د اريانا سعيد مور هم مړه شوه، هغې د خپلې مور د مړينې خبر په فېسبوک کې خپور کړى و، خو دا معلومات يې ونه شو، چې هغې د خپلې مور وروستى ديدن وکړ او که نه.