کورپاڼه / تجارتي ليګونه / محمد نبي لا هم اسټراليا ته نه دى تللى
محمد نبي

محمد نبي لا هم اسټراليا ته نه دى تللى

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې تجربه کاره الراونډر لوبغاړى محمد نبي چې له اى پي ايل څخه هېواد ته راستون شوى، خپل ټول وخت يې خپلې کورنۍ ته ځانګړى کړى دى او تراوسه پورې اسټراليا ته نه دى تللى.

محمد نبي چې په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې د نړۍ لومړى غوره الراونډر دى او په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې بيا دويم غوره الراونډر مقام له ځان سره لري.

نوموړى د اسټراليا په بيګ باش سياليو کې د ميلبورن رينيګاډز لوبډلې لپاره لوبېږي، چې سږکال ورسره يادې لوبډلې يو ځل بيا هم تړون کړى دى.

محمد نبي چې په اى پي ايل کې د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې لپاره لوبېده، سږکال نوموړي ته په ډېرو لوبو کې د لوبېدو چانس ور نه کړل شو او يوازې يوه لوبه کې يې ګډون وکړ.

د اى پي ايل له ختمېدو وروسته هغه بېرته افغانستان ته راستون شو او خپل ټول وخت يې خپلې کورنۍ ته ځانګړى کړى دى. د هغه عکس چې په ټولنيزو رسنيو کې خپور شوى دى، پکې ليدل کېږي چې د خپلو ماشومانو سره يو ځاى دى.

د محمد نبي له خپلو ماشومانو سره دا عکس د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې هم خپور کړى دى او ورته يې ليکلي دي: ((on family duty.))


د يادولو وړ ده چې بيګ باش سياليو کې چې کوم لوبغاړي لوبېږي، هغه به اسټراليا ته له رسېدو وروسته د ١٤ ورځو لپاره کرنټين کېږي، چې د افغانستان مخکښ ورو توپ اچونکى راشد خان څو ورځې وړاندې اسټراليا ته تللى دى او اوس هلته کرنټين دى.

همدا راز محمد نبي هم ښايي نن يا په راتلونکو دوه ورځو کې اسټراليا ته لاړ شي، ځکه چې د بيګ باش سيالۍ د دسمبر په ١٠مه نېټه پيلېدونکي دي.

همدا راز په دې سياليو کې مجيب الرحمان، ظاهر خان او نور احمد لکڼوال هم لوبېږي، خو د هغوى د تګ په اړه هم تراوسه پورې کوم معلومات نه دي ورکړل شوي.

Loading...

دا هم ولولئ

ابوظهبي ټي ١٠ ليګ مهالوېش

د ابوظهبي ټي ١٠ ليګ مهالوېش اعلان شو، ١٠ ورځو کې ٢٩ لوبې ترسره کېږي

په متحده عربي اماراتو کې د ترسره کېدونکي ابوظهبي ١٠ اوريزه کرکټ ليګ مهالوېش اعلان …