کورپاڼه / د لوبو راپورونه / په لومړۍ يو ورځنۍ لوبه کې اسټراليا د ٦٦ منډو په توپير هند ته ماتې ورکړه
اډم زمپا

په لومړۍ يو ورځنۍ لوبه کې اسټراليا د ٦٦ منډو په توپير هند ته ماتې ورکړه

د ارون فنچ او سټيو سميت په زړه پورې سليزې او د اډم زمپا او جوش هازلووډ په زړه پورې توپ اچونې په مټ اسټراليا په لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې د هند لوبډلې ته د ٦٦ منډو په توپير ماتې ورکړه.

د اسټراليا او هند ترمنځ لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه نن په سډني کې ترسره شوه. د لوبې په پيل کې اسټراليا پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.

اسټراليا په ټاکلو ٥٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ٣٧٤ منډې ترلاسه کړې، چې د هند لوبډلې ته يې د ٣٧٥ منډو هدف وټاکه. د دوى له لوري لوبډلمشر ارون فنچ ١١٤، سټيو سميت ١٠٥، ډيويډ وارنر ٦٩ او ګلين ميکسويل ٤٥ منډې وکړې.

ارون فنچ او سټيو سميت

د لومړۍ ويکټې لپاره ډيويډ وارنر او ارون فنچ د ١٥٦ منډو ملګرتيا کړې وه.

د هند له لوري محمد شامي ښه توپ اچونه ترسره کړه او ٣ لوبغاړي يې وسوځول، همدا راز جسپريت بومرا، نوديپ سېني او يوژيندرا چاهل هم ١-١ ويکټ واخيستې.

د ٣٧٥ منډو هدف په تعقيب د هند لوبډلې په ټاکلو ٥٠ اورونو کې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ٣٠٨ منډې وکړې او د ٦٦ منډو په توپير يې په لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې له اسټراليا څخه ماتې وخوړه.

د هند لپاره هارديک پانډيا ٩٠، شيکر دهون ٧٤، نوديپ سېني ٢٩ ناسوځېدلې او رويندر جډيجا ٢٥ منډې ترلاسه کړې.

د اسټراليا له لوري اډم زمپا او جوش هازلووډ په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه، چې زمپا ٤ او هازلووډ ٣ لوبغاړي وسوځول، همدا راز مچل سټارک هم ١ ويکټ واخيسته.

د اسټراليا او هند ترمنځ به د ٣ نړيوالو يو ورځنيو لوبو لړۍ دويمه لوبه د نومبر په ٢٩مه نېټه په سډني کې ترسره شي.

د يادولو وړ ده چې په نننۍ لوبه کې د اسټراليا لوبډلمشر او مخکښ توپوهونکي ارون فنچ د ٥٠٠٠ منډو هدف هم پوره کړ، نوموړى د اسټراليا ١٦م توپوهونکى شو چې تر ٥٠٠٠ څخه يې زياتې منډې ترلاسه کړې.

Loading...

دا هم ولولئ

هند لوبغاړى

هند د اسټراليا د ٣٣٨ منډو په ځواب کې ٢٤٤ منډې وکړې

د دريمې ټېسټ لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د هند توپوهونکي ونه توانېدل چې د …