کورپاڼه / خبرونه / د نړيوال جام خيانت؛ ولس تراوسه هم راشد خان ته غصه دى؟
راشد خان (4)

د نړيوال جام خيانت؛ ولس تراوسه هم راشد خان ته غصه دى؟

د ٢٠١٩ کال نړيوال جام د افغانستان د کرکټ په تاريخ کې يوه مهمه پېښه وه، دا دويم ځل و چې افغانستان په نړيوال جام کې ګډون وکړ، خو د نړيوال جام پاى ته رسېدو وروسته د ډېرى افغانانو له کرکټ څخه زړه تور شو او ډېر داسې لوبغاړي، چې په نړيواله کچه يې د افغانستان نوم ځلولى، په افغانستان کې د خلکو ترې کرکه پېدا شوه.

د نړيوال جام پاى ته رسېدو وروسته ډېرې خبرې لوبغاړو هم وکړې او ډېر څه راڅرګند شو، خو لا هم ډېر څه پټ پاتې دي او کرکټ بورډ يې نه په اړه له لوبغاړو سپيناوى غوښتى او نه يې هم په دې اړه کوم ګام پورته کړى دى.

د نړيوال جام پر مهال ګلبدين نايب د افغانستان ملي لوبډلې لوبډلمشر و او د هغه ډېر داسې انځورونه په ټولنيزو رسنيو کې خپاره شو، چې له ورايه يې په مخ د هېواد درد او غم معلومېده او په لوبغالي کې يې د يوې لوبې د ګټلو هڅې کولې.

ګلبدين نايب

افغانستان که څه هم په ځينو لوبو کې ښه لوبه ترسره کړه، خو کومه لوبه کې يې بريا خپله نه کړه.

ګلبدين نايب د خپلې پاڼې څخه لايف هم راغلى و او په ځينو لوبغاړو يې د خيانت تور ولګاوه، هغه په ځانګړې توګه د اصغر افغان نوم واخيست او وې ويل، چې هغه د افغانستان په نوم او بېرغ پسې خندلي دي، په افغانستان يې رشخند وهلى دى او له هېواد سره يې خيانت کړى دى.

خو وروسته فرهان يوسفزي د دواړو ترمنځ جرګه وکړه او دا کيسه يې ختمه کړه.

اصغر افغان، فرهان يوسفزى او ګلبدين نايب

خو له نړيوال جام وروسته چې کوم درې لوبغاړي په ولس کې تر ټولو زيات د کرکې وړ وبلل شو، هغه اصغر افغان، راشد خان او محمد نبي و، چې لا هم د خلکو له زړونو څخه نړيوال جام نه دى وتلى.

اوس تازه يو ځل بيا دا کرکه په ټولنيزو رسنيو کې په پراخه کچه د خلکو له لوري څرګنده شوه.

د اى سي سي له لوري د لسيزې د غوره لوبغاړي جايزې ته يو شمېر لوبغاړي نوماند شوي دي، چې په دې لړ کې راشد خان هم د نړيوالو شل اوريزو لوبو د لسيزې د غوره لوبغاړي په توګه نوماند شوى دى.

راشد خان

د نوموړي له نوماندېدو وروسته په ټولنيزو رسنيو کې د افغانستان کرکټ بورډ په ګډون ډېرى خلکو له افغانانو غوښتنه وکړه، چې راشد خان ته رايه ورکړي، تر څو د نړيوالو شل اوريزو لوبو د لسيزې د غوره لوبغاړي په توګه بريالى شي.

خو په ټولنيزو رسنيو کې ډېرى خلکو له دې کار سره پراخ غبرګون ښکاره کړ او د نړيوال جام، راشد خان او ګلبدين نايب هغه پخوانۍ کيسې يو ځل بيا راتازه شوې، چې څه نا څه له خلکو څخه هېرې شوې وې.

اجمل غروال

په ټولنيزو رسنيو کې په دې اړه ډېرو خلکو پوسټونه وکړل او وې ويل، چې دوى به هېڅ کله هم راشد خان ته رايه ورنه کړي، ځکه چې راشد خان د افغانستان لپاره نه، بلکې يوازې د پېسو او تجارتي ليګونو لپاره لوبېږي او رايې دې هم له هغوى څخه وغواړي.

تسل يعقوبي، اسد ذکي او حکمت الله ګلزار

راشد خان چې د کارابين پريمئير ليګ څخه نېغ اى پي ايل ته او له اى پي ايل څخه نېغ اسټراليا ته لاړ، څو مياشتې کېږي چې هېڅ هېواد ته نه دى راغلى، همدا راز د افغانستان د کورني تجارتي ليګ شپږيزه کرکټ ليګ ته هم نه و راغلى او د هغې پر ځاى په کارابين پريمئير ليګ کې ولوبېده.

جان اغا بهار

د افغانستان کرکټ بورډ له لوري چې د راشد خان لپاره کوم پوسټ شوى دى، چې پرې (راشد خان ته رايه افغانستان ته رايه) هم ليکل شوي دي، د خلکو له پراخ غبرګون سره مخ شوى دى. ياد پوسټ ته له شويو تبصرو څخه په واضحه توګه ښکاره کېږي، چې د خلکو د نړيوال جام وخت اوس هم نه دى هېر شوى.

حميدالله داودزى، پښتون مل سنګر، نصيب الله کټوازى او شېر علي مومند

که څه هم له نړيوال جام وروسته ډېرى خلکو په ټولنيزو رسنيو کې دا غږ هم پورته کړ، چې پورته ياد شوي درې واړه لوبغاړي دې له ولس څخه په دې تړاو بخښنه وغواړي او د بيا نه تکرار ژمنه دې يې وکړي، خو د يادو لوبغاړو له لوري په دې اړه هېڅ هم نه دي ويل شوي او نه هم دوى په دې اړه کومه پښېماني څرګنده کړې ده.

مير احمد ياد، فدا محمد باران، زاهد عاطف او مطيع الله مطيع

اوس يو ځل بيا هماغه پوښتنه راولاړېږي، چې ايا د افغانانو مينه به يو ځل بيا له کرکټ او ملي لوبغاړو سره د پخوا په څېر پېدا شي؟ ايا لوبغاړي به اوس هم پوه شي چې له هېواد او ولس سره خيانت به مو دا ولس هېڅ کله هم هېر نه کړي؟ ايا کرکټ بورډ به په دې وتوانېږي، چې د پلير پاور پر وړاندې ودرېږي او په راتلونکو کې هم د داسې پېښو مخه ونيسي؟

نثار احمد احمدي

Loading...

دا هم ولولئ

پاکستانی کرکټر حسن علي وايي، مېرمن يې حامله ده او ژر به ۳ شي

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکی حسن علي وايي چې مېرمن يې حامله …