کورپاڼه / روغتيا / د ژمي د موسم مېوې کومې ګټې لري؟

د ژمي د موسم مېوې کومې ګټې لري؟

کېنو، مالټه، انار، انګور، مڼه، ناک، امروت او کېلې هغه مېوې دي، چې د ژمي ځانګړې مېوې یې ګڼلی شو. د خوراکي توکو کارپوهان وایي، چې د انسان د بدن لپاره منرالونه او ویټامینونه ډېر اړین دي، چې په طبیعي توګه یې له مېوو څخه ترلاسه کولی شو. د موسمي مېوو په استعمال سره نه یوازې دا چې روغتیا ته ګټه رسېږي، بلکې د انسان پر پوستکي هم مثبتې اغېزې پرېباسي او د پوستکي په ښکلي کولو او د ویښتانو په ښه ساتلو کې هم مرسته کوي.

کېنو او مالټه:

په عموم کې مالټه څو ډولونه لري لکه نارنج، کېنو او نور چې د جوسو په کارولو سره یې وزن کم او وجود په حرکت راولي او د دفاعي سیستم په ځواکمنولو کې هم مرستندویه ثابتېږي. دغه راز مالټه د هاضمې سیستم په ښه کولو او په ډېره اندازه ویټامین سي یې د جینونو خرابي، بلغم او ټوخی کموي.

انار:

انار د ژمي د موسم ځانګړې مېوه ده، چې تقریباً د هر چا خوښېږي. دا مېوه د فایبر، پوتاشیم، ویټامین سي او ویټامین بي ۶ څخه ډک ګڼل کېږي، چې کارول یې زړه او ځیګر ته ځواک ورکوي او په ډېرو ناروغیو لکه د سږو، د سینې سرطان، د زړه ناروغي، الزایمر، شکر، چاغوالی او د بندونو په درد کې اغېزمن تمامېږي. دغه راز په ورځني ډول یې استعمالول پوستکی ښکلی کوي.

انگور:

ویل کېږي چې انګور د ویټامین ای لویه سرچینه ده، چې یو شمېر نور ویټامینونه لکه د ویټامین ډي ۳، ویټامین ایي، ویټامین سي، ویټامین ډي، ویټامین بي ۱۲ او ویټامین بي ۶ هم پکې موندل کېږي.
د خوراکي توکو کارپوهان وایي، چې د انګورو استعمال د زړه د ناروغیو مخنیوی کوي او ښه والی ور په برخه کوي. دغه راز د شکر، سرطان، د بندونو د درد، انتاني او حساسیت لپاره هم ګټور ګڼل کېږي.

مڼه:

د مڼې په جوړښت کې په زیاته کچه پوتاشیم او ویټامین سي موجود وي، چې پوستکي ته په طبیعي ډول ښکلا ورکوي او د مخ د داغونو په ختمولو کې ډېر اغېزمن تمامېږي. دغه راز په شنو مڼو کې هم په ډېره اندازه فایبر، منرالونه او ويټامینونه موندل کېږي، چې د پوستکي د سرطان خطر راکموي.

ناک:

ناک د مڼې له کورنۍ څخه شمېرل کېږي، چې له مڼې وروسته تر ټولو غوره مېوه هم ورته ویل کېږي. چې له ویټامین ای، ویټامین سي او له ویټامین کی څخه ډکه او د معدني موادو لکه کلسیم، اوسپنه، میګنیزیم، فاسفورس او زنک لرونکي مېوه ده، چې د پوستکي او د وینې د دوران او د ټیټ او لوړ فشار لپاره ګټوره تمامېږي.

امروت:

وایي چې په امروتو کې په زیاته اندازه ویټامین ای، ویټامین بي ۶ او ویټامین سي شتون لري، چې د سلادو په توګه هم استعمالېږي.
روغتیایي کارپوهان وایي، چې امروت د قبض څخه د ژغورلو او د ساړو او ټوخي لپاره ګټور دي. دغه راز د وزن او د سرطان د خطر په کمولو او د هورمونونو په ډېرولو کې مرستندویه ثابتېږي.

کېله:

په کېله کې فایبر او درې ډوله شکر (سکروز، فرکټوز او ګلوکوز) موندل کېږي، چې ژر تر ژر د انرژۍ په پوره کولو کې مرسته کوي.
د خوراکي توکو کارپوهان وایي، چې په یو وخت کې دوه کېلې خوړل انسان تر ۹۰ دقیقو پورې تازه ساتي او په همدې سبب د نړۍ ټول ورزش کاران د کېلو له استعمال څخه ګټه اخلي. دغه راز په کېلو کې ځانګړي پروټین هم موندل کېږي، چې په استعمال سره یې انسان د آرام احساس کوي او د خوب د کمښت ستونزه هم حل کوي.

بله خوا کېله د ويټامینونو او منرالونو سربېره په زیاته کچه اوسپنه او پوتاشیم هم لري.

Loading...

دا هم ولولئ

شین ګلپي یا برکولي څه شی دی؟

شین ګلپي یا برکولي د ګلپي یو خاص ډول دی، چې له ډېرو غوره غذایې …