د سکاټلیند پارلمان ویلي چې د ټول هیواد ښځو ته دې د حیض پر مهال استعمالېدونکي هر ډول توکي وړیا ورکړل شي.
د رایټرز خبري اژانس د راپور له مخې ویل کېږي، چې د سکاټلیند پارلمان په ۲۴ د نومبر د The Parade Products Scotland Bill په اکثرت رایو سره منظور کړو. چې له دې مخکې یې هم د فبروري په میاشت کې د قانون جوړونې په توګه منلی و.
ویل کېږي چې په نوموړې موضوع څلور مرحلې بحث شوي، چې اخري یې ۲۴ د نومبر و او منظور هم شو، چې په دې سره سکاټلینډ لومړنی هیواد شو، چې د ښځو لپاره په ځانګړو ورځو کې د اړتیا وړ توکي وړیا ورکوي. دغه راز په دولتي ادارو، ودانیو او په مهمو سټورونو کې د ښځو لپاره دا ډول توکي ایښودل شوي هم دي.
سکاټلینډ چې تقریباً ۵۵۰۰۰۰۰ نفوس لري، د نړۍ هغه هیواد دی چې د ښوونځیو او پوهنتونونو زده کوونکو ته د حیض پرمهال استعمالېدونکي توکي وړیا ورکوي.
بله خوا ویل کېږي نوموړي هیواد په ۲۰۱۸ کال د ښوونځیو او پوهنتونونو زده کوونکو ته په ځانګړو ورځو کې د اړتیا وړ توکي ورکول پیل کړي و. سربېره پردې په سکاټلینډ کې شخصي رسټوراټونو، د ډانس کلبونو، مارکیټونو، د ورزش د کلبونو په تشنابونو کې د حیض لپاره د اړتیا وړ توکي ایښي دي.
ویل کېږي چې ددې توکو په ورکولو به دولت په کلني توګه دوه دیرش میلونه ډالر اخراجات ورکوي، چې د سکاټلینډ د پارلمان لخوا دغه قانون منظور شوی دی.
دغه راز د (ټیمپون) آله هم په وړیا ډول ورکول کېږي، چې ښځې به یې د حیض پرمهال د پمپرو پرځای استعمالوي، چې اوس وخت یې د ټول نړۍ ښځې د حیض پرمهال ترې ګټه اخلي او خپلې اړتیا پرې پوره کوي.
د سکاټلیند هیواد د ښځو د حقوقو ادارې وایي، چې په میاشتني ډول د یوې ښځې لپاره په دغه توکو د دولت لخوا ۱۳ پونډه مصرف راځي. ویل کېږي چې د ډېرو مصارفو په سبب ډېری مېرمنې نه شي کولی چې د حیض لپاره د اړتیا وړ توکي واخلي، چې بیا د ناروغۍ سبب یې هم ګرځي.