د ويسټ انډيز او نيوزيلېنډ ترمنځ لومړۍ لوبه د باران له امله د څه وخت لپاره ځنډېدلې هم وه، خو نيوزيلېنډ ښه لوبه نندارې ته وړاندې او د ٥ ويکټو په توپير يې په لومړۍ نړيواله شل اوريزه لوبه کې بريا خپله کړه.
د ويسټ انډيز او نيوزيلېنډ ترمنځ د درې نړيوالو شل اوريزو لوبو لړۍ لومړۍ لوبه نن په اکلېنډ کې ترسره شوه. د لوبې په پيل کې نيوزيلېنډ پچه وګټله او لومړى يې د ويسټ انډيز لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
د لوبې په منځ کې باران هم وشو، چې له امله يې لوبه د ٢٠ اورونو پر ځاى ١٦ اورونو ته راکمه کړاى شوه.
ويسټ انډيز په ټاکلو ١٦ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ١٨٠ منډې وکړې، چې له ډلې يې کيرون پولارډ د ٨ شپږيزو او ٤ څلوريزو په مټ په ٣٧ توپونو ٧٥ ناسوځېدلې، انډري فليچر په ١٤ توپونو ٣٤ او فابين الين ٣٠ منډې وکړې.
د نيوزيلېنډ له لوري لوکي فيرګوسن په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه چې نوموړي په ٤ اورونو کې د ٢١ منډو په بدل کې ٥ لوبغاړي وسوځول، همدا راز ټيم ساوټي هم ٢ ويکټې ترلاسه کړې.
د باران له امله لوبه ١٦ اورونو ته راکمه شوه او نيوزيلېنډ لوبډلې ته د ١٧٦ منډو هدف وټاکل شو.
د ١٧٦ منډو هدف د نيوزيلېنډ لوبډلې په ١٥.٢ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ٥ ويکټو په توپير يې په لومړۍ نړيواله شل اوريزه لوبه کې بريا خپله کړه.
د دوى له لوري جېمز نيشام په ٢٤ توپونو ٤٨ ناسوځېدلې، ډيون کانوى ٤١، ميچل سانتنر ٣١ ناسوځېدلې او ګلين پيليپس ٢٢ منډې وکړې.
د ويسټ انډيز له لوري اوشان توماس ٢، شيلډون کوټريل او کيرون پولارډ ١-١ ويکټ واخيستې.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه لوکي فيرګوسن ته ورکړل شوه، چې نن يې په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه.
د نيوزيلېنډ او ويسټ انډيز ترمنځ به دويمه نړيواله شل اوريزه لوبه د نومبر په ٢٩مه نېټه په ماونټ مونګوني کې ترسره شي.