کورپاڼه / تجارتي ليګونه / محمد نبي، مجيب الرحمان، ظاهر خان او نور احمد اسټراليا ته روان شو

محمد نبي، مجيب الرحمان، ظاهر خان او نور احمد اسټراليا ته روان شو

د افغانستان کرکټ څلور ستوري لوبغاړي محمد نبي، مجيب الرحمان، ظاهر خان او نور احمد لکڼوال د بيګ باش سياليو کې د ګډون په موخه نن اسټراليا ته روان شو.

څلور واړه افغان لوبغاړي ګډ اسټراليا ته روان دي، چې له روانېدو څخه مخکې يې د کابل په هوايي ډګر کې يو ګډ انځور هم اخيستى او خپور کړى دى.

ظاهر خان، مجيب الرحمان، محمد نبي او نور احمد لکڼوال

دا افغان لوبغاړي به اسټراليا ته له رسېدو وروسته هلته د ١٤ ورځو لپاره کرنټين شي، چې په دې مهال کې به د هغوى د کورونا ټېسټونه هم ترسره شي او له هغه وروسته به له خپلو خپلو لوبډلو سره د تمريناتو لپاره يو ځاى شي.

محمد نبي د تېر په څېر د ميلبورن رينيګاډز لوبډلې سره لوبېږي، خو يادې لوبډلې د افغانستان کم عمره توپ اچونکى نور احمد لکڼوال هم سږکال اخيستى دى.

همدا راز مجيب الرحمان هم د تېر په څېر د بريسبين هيټ لوبډلې سره لوبېږي، خو ظاهر خان بيا سږکال د ميلبورن سټارز لوبډلې اخيستى دى او له هغوى سره به د بيګ باش تر پاى پورې ولوبېږي.

ظاهر خان، نور احمد، محمد نبي او مجيب الرحمان

د افغانستان مخکښ ورو توپ اچونکى راشد خان بيا څو ورځې وړاندې له متحده عربي اماراتو څخه نېغ اسټراليا ته تللى دى او هلته نوموړى اوسمهال کرنټين دى، چې د ١٤ ورځو لپاره به کرنټين وي.

د بيګ باش سيالۍ په راتلونکې دسمبر مياشت کې په ١٠مه نېټه پيلېږي، چې د فبرورۍ تر ٦مې نېټې پورې به دوام وکړي. لومړۍ لوبه به د هوبارټ هوريکنز او سډني سيکسرز لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

د يادولو وړ ده چې مجيب الرحمان چې له اى پي ايل سياليو څخه هېواد ته راستون شو، نو واده يې هم وکړ، چې د ملي لوبډلې ډېرى لوبغاړو يې په واده کې ګډون کړى و، له واده وروسته د هغه دا لومړى ځل دى چې بل هېواد ته سفر کوي.

Loading...

دا هم ولولئ

هند کرکټ بورډ

ايا د هند لوبډله په اسيا جام کې ګډون نه کوي؟

په ٢٠٢٠ کال کې د پاکستان په کوربه توب ترسره کېدونکى اسيا جام د کورونا …