د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکى حسن علي او د هغه مېرمن سامعه هم ډېر ژر پلار او مور جوړېدونکي دي، چې کور ته يې د نوي مېلمه د راتګ خبر مېرمنې ورکړى دى.
د پاکستاني رسنيو د راپورونو په وېنا، په مشهور اپليکېشن انسټاګرام کې د حسن علي مېرمن سامعه يو عکس خپور کړى دى، چې له عکس څخه يې معلومېږي، چې د دوى کور ته ژر يو نوى مېلمه راتلونکى دى.
په انسټاګرام کې نوموړې له خپل عکس سره ليکلي دي: ((زما ورځ چې هر څومره خرابه ولې نه وي، خو کله چې د ماشوم حرکت احساس کړم، نو هر څه سم شي.))
View this post on Instagram
سامعه په دې حالت د خوشحالۍ څرګندونه کړې ده او د (الحمدالله) په ليکلو سره يې د خداى شکر هم ادا کړى دى.
د حسن علي د مېرمنې د دې پوسټ په ليدو د هغه مينه والو نوموړي ته نېکې څرګندونې کړې دي.
د يادولو وړ ده چې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکي حسن علي تېر کال د اګست په ٢٠مه نېټه د هندۍ نجلې سامعه ارزو سره واده کړى و.
د دواړو د واده پروګرام د دوبۍ په يو ګرانبيه هوټل کې ترسره شوى و. سامعه ارزو او حسن علي دواړه په متحده عربي اماراتو کې ژوند کوي.
View this post on Instagram
٢٦ کلن حسن علي چې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره له ٢٠١٦ کال راهيسې لوبېږي، تراوسه پورې يې ٩ ټېسټ، ٥٣ نړيوالې يو ورځنۍ او ٣٠ نړيوالې شل اوريزې لوبې ترسره کړې دي.
نوموړي په ټېسټ کې ٣١، په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې ٨٢ او په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې ٣٥ ويکټې ترلاسه کړې دي. هغه د ټېسټ په يوه لوبه کې د ٨٣ منډو په بدل کې ٧، د نړيوالې يو ورځنۍ يوې لوبې کې د ٣٤ منډو په بدل کې ٥ او په نړيوالو شل اوريزو يوې لوبې کې د ٢٣ منډو په بدل کې ٣ لوبغاړي هم سوځولي دي.
هغه د وروستي ځل لپاره په ٢٠١٩ کال کې د پاکستان ملي لوبډلې لپاره لوبېدلى و.