د ويسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلې چټک توپوهونکى، چې د (يونيورس باس) په نوم هم مشهور دى او په ځانګړې توګه په شل اوريزو لوبو کې يو مخکښ توپوهونکى ګڼل کېږي، له اى پي ايل سياليو ترسره کولو وروسته خپل هېواد ته ستون شوى دى.
نوموړى چې د اى پي ايل سياليو کې د کنګز اليون پنجاب لوبډلې لپاره لوبېده، په ٧ لوبو کې يې ٢٨٨ منډې کړې وې، چې په يوه لوبه کې په ٩٩ منډو هم سوځېدلى و.
نوموړى د سريلانکا تجارتي ليګ (لنکا پريمئير ليګ) کې هم يوې لوبډلې له ځان سره اخيستى و، خو کريس ګيل په لنکا تجارتي ليګ کې ګډون ونه کړ او د هغه پر ځاى يې خپل تفريح ته وخت ورکړ.
دا جمايکايي لوبغاړى نن سبا په ټولنيزو رسنيو کې هم ډېر فعاله دى او په انسټاګرام کې هره ورځ خپل تازه عکسونه له خپلو مينه والو سره شريکوي. هغه په خپل هېواد کې دى او له خپلو رخصتيو څخه خوند اخلي.
نن کريس ګيل يو په زړه پورې عکس په انسټاګرام کې خپور کړى دى، چې ورسره يې ليکلي دي: (اوهو، نن خو جمعه ده.)) د هغه دا عکس په ٥ ساعته کې له ٦٧ زرو څخه زياتو کسانو خوښ کړى دى.
View this post on Instagram
يونيورس باس په انسټاګرام کې يو بل عکس هم خپور کړى دى، چې له دې عکس سره يې ليکلي دي، چې عکس ته کېپشن وليکئ، خو په ياد وساتئ چې موږ دلته د ښه وخت لپاره يو، نه چې د زيات وخت لپاره.
View this post on Instagram
يو بل عکس چې کريس ګيل په انسټاګرام کې خپور کړى دى، ليدل کېږي چې په يو لاس کې يې ګيلاس او په بل لاس کې يې چاقو دى. هغه له دې عکس سره ليکلي دي، چې که ته فکر کوې چې ته بد سړى يې، نو خو ماته ګوتې راوړه.
View this post on Instagram
View this post on Instagram
View this post on Instagram
View this post on Instagram
View this post on Instagram
View this post on Instagram
View this post on Instagram
View this post on Instagram