د جافنا سټالونز لوبډلې لپاره اویشکا فرنانډو په زړه پورې او چټکه توپوهنه ترسره کړه چې د شاهد اپريدي په لوبډلمشرۍ د ګال ګلیډیټرز لوبډله يې له ماتې سره مخ کړه.
د سريلانکا تجارتي ليګ (لنکا پريمئير ليګ) دويمه لوبه نن د ګال ګليډيټرز او جافنا سټالونز لوبډلو ترمنځ په همبانټوټا کې ترسره شوه. د لوبې په پيل کې د ګال ګليډيټرز لوبډلمشر شاهد اپريدي پچه وګټله او لومړى يې توپوهنه غوره کړه.
ګال ګليډيټرز په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٨ لوبغاړو په سوځېدو ١٧٥ منډې وکړې، چې شاهد اپريدي د ٦ شپږيزو او ٣ څلوريزو په مټ په ٢٣ توپونو ٥٨، دنوشکا ګونتاليکا ٣٨، بهانوکا راجا پکسا ٢١ او اعظم خان ٢٠ منډې وکړې.
د جافنا سټالونز له لوري دياني اوليوير په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه چې ٤ ويکټې يې ترلاسه کړې، همدا راز ونيندو ډي سلوا ٢ او تيسارا پريرا ١ ويکټ واخيسته.
د ۱۷۶ منډو هدف د جافنا سټالونز لوبډلې په ۱۹.۳ اورونو کې د دوه لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ۸ ویکټو په توپیر يې بریا خپله کړه.
د دوی له لوري اویشکا فرناندو د ۷ شپږیزو او ۵ څلوریزو په مټ په ۶۳ منډو ۹۲ ناسوځېدلې منډې وکړې او شعېب ملک ۲۷ ناسوځېدلې منډې وکړې.
د ګال ګلیډیټرز له لوري محمد عامر او محمد شیراز ۱-۱ ویکټ واخیستې.
د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه اویشکا فرناندو ته ورکړل شوه.
د يادولو وړ ده چې د ګال ګليډيټرز لوبډلې سره د افغانستان چټک توپوهونکى حضرت الله ځاځى هم لوبېږي، خو په نننۍ لوبه کې نوموړي ته د لوبېدو چانس نه دى ورکړل شوى.
د لنکا پریمئیر لیګ ۳مه لوبه سبا د نومبر په ۲۸مه نېټه د ډمبوله وایکینګ او کنډي ټسکرز لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي. د کنډي ټسکرز سره رحمان الله ګربز او نوین الحق او د ډمبوله وایکینګ لوبډلې سره افتاب عالم او سمیع الله شینواری لوبېږي.