کورپاڼه / جالب / د لوبې پر مهال جالبه پېښه، لوبغاړي هم حېران پاتې شو
ارون فنچ او ويراټ کوهلي

د لوبې پر مهال جالبه پېښه، لوبغاړي هم حېران پاتې شو

د کورونا ويروس له راتګ وروسته په لومړي ځل د هند او اسټراليا ترمنځ په نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې تماشچيان لوبغالي ته پرېښودل شول، خو د لوبې په لوموړي سر کې تماشچيان مېدان ته ننوتل.

نن چې په سډني کې د هند او اسټراليا ترمنځ لوبه ترسره کېده، نو لوبغاړي او امنيتي ساتونکي له داسې يو حالت سره مخ شو، چې دوه تماشچيان ناڅاپي لوبغالي ته په منډه دننه شول.

د هند او اسټراليا لوبه

دغه مهال اسټراليا توپوهنه کوله چې کله شپږم اور پيل شو، نو دوه کسانو په منډه، چې په لاسونو کې يې غټ غټ کاغذونه هم نيولي و، د مېدان پر لوري منډه کړه. يو کس تر پچ پورې ورسېده او دويم کس بيا ژر د امنيتي کسانو له لوري ونيول شو.


دواړو کسانو د هند د يو سوداګريز ګروپ له لوري په اسټراليا کې د سکرو د پروژې په تړاو احتجاج کاوه.

د هند او اسټراليا لوبه ١

د يادولو وړ ده چې د هند او اسټراليا ترمنځ د ٣ نړيوالو يو ورځنيو لوبو لړۍ لومړۍ لوبه نن ترسره شوه. په لوبه کې لومړى اسټراليا توپوهنه ترسره کړه او د هند لوبډلې ته يې د ٣٧٥ منډو هدف وټاکه، هندۍ لوبډلې يې په ځواب کې ٣٠٨ منډې وکړې او د ٦٦ منډو په ستر توپير اسټراليا بريا خپله کړه.

په نننۍ لوبه کې ارون فنچ او سټيو سميت سليزې ووهلې او د اسټراليا بريا کې يې مهمه ونډه واخيسته. سټيو سميت ته په ښې توپوهنې د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه هم ورکړل شوه.

همدا ارون فنچ بيا د ٥٠٠٠ منډو هدف هم په همدې لوبه کې پوره کړ او ١٦م اسټراليايي توپوهونکى شو چې له ٥٠٠٠ څخه زياتې منډې يې په يو ورځنيو لوبو کې ترلاسه کړې.

د اسټراليا او هند ترمنځ به دويمه نړيواله يو ورځنۍ لوبه د نومبر په ٢٩مه نېټه په سډني کې ترسره شي.

Loading...

دا هم ولولئ

ايا له اصغر افغان وروسته ګلبدين نايب هم دويم واده کوي؟ ځواب يې دلته ولولئ

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان څه وخت مخکې د دويم ځل لپاره …