کورپاڼه / روغتيا / د ژمي په موسم کې له وچ ټوخي څخه څنګه ځان وژغورو؟

د ژمي په موسم کې له وچ ټوخي څخه څنګه ځان وژغورو؟

د ژمي موسم په راتګ سره په هر یو کور کې ماشوم، ځوان او زوړ د وچ ټوخي سره مخامخ کېږي، چې په سبب یې مرۍ، بلغمي ټوخی، نزله، زکام او په تبه اخته هم کېږي. دغه راز ټوخی د ژمي موسم تر ټولو ځورونکي ناروغي هم ده، چې هر څوک ترې ژر تر ژر ځان ژغورل غواړي.

د وچ ټوخي له درملنې څخه دمخه لومړی یې سببونه پیدا کول او بیا درملنه اړینه ده. روغتیایي کارپوهان وایي، چې وچ ټوخی په عام ډول خپرېږي، چې د موسم په بدلون سره رامنځته کېږي خو ځینې نور سببونه هم لري لکه په وچه هوا کې ساه اخیستل، نزله، زکام او حساسیت.

د ژمي په موسم کې د وچې هوا په سبب په مرۍ کې د ستونزو او ټوخي څخه د ژغورلو لپاره هر ډول هڅې کېږي، چې بېلابېلې ګولۍ او شربتونه هم ورته استعمال کېږي چې په ډېرو لږو کسانو اغېز پرېباسي. وچ ټوخی له نورو ټولو ناروغیو څخه ډېر ځورونکي وي، چې په سبب یې په ملا او پښتۍ کې درد هم را پیدا کېږي او د ډېر او سخت ټوخي له وجې په سر درد کېدل هم عامه ستونزه ګڼل کېوي.

ددې پرځای چې په دې موسم کې د وچ ټوخي په اړه اندیښنه وکړو، پکار ده چې لاندې لارښوونې عملي کړو.

د وچ ټوخي او د مرۍ لپاره لږه مالګه په تړمو اوبو کې واچوئ او غرغړه یې کړئ نو ستونزه به مو حل شي. دغه راز په تړمو اوبو کې ډسپرین هم اچولی شئ او تر دریو ورځو پورې دا کړنه تکرار کړئ. بله خوا د ایشېدلو اوبو بخار هم ګټور تمامېدلی شي.

  • د وچ ټوخي څخه د ژغورلو لپاره ډېرې زیاتې اوبه استعمال او له نیم ګرمو څښاکو څخه هم ګټه پورته کړئ.

  • په هر کور کې موجودې مسالې د انټي انفلامینټري او انټي سیپټک ځانګړتیاوې لري، چې د مرۍ او ټوخي لپاره هغه وخت ګټورې تمامېږي چې په چایو کې استعمال شي. سربېره پر دې په ورځ کې درې ځلې دوه کاچوغې شات او څلور دانې تور مرچ سره ګډ او استعمال کړئ، نو مرۍ به روغه شي.

  • یوه پیاله د انګورو اوبه راواخلئ او یوه کاچوغه شات پکې ګډ او وڅښئ، چې دا د ټوخي لپاره تر ټولو اغېزمنه درملنه ده.

  • شپږ یا اوه بادام د شپې لخوا په اوبو کې واچوئ، سهار یې پوستکی لېرې او لږه اندازه بوره او غوړي ورګډ او وخورئ، چې د وچ ټوخي لپاره ازمایل شوې طریقه هم ده.

  • د خامو امروتو سره هم وچ ټوخی آرامېږي. ویل کېږي چې خام امروت په نغري سره کړئ، بیا لږه اندازه مالګه پرې واچوئ او و یې خورئ.

  • د لیمو زبېښل هم د ټوخي په آرامولو کې مرستندویه ثابتېږي. وایي چې د لیمو څلورمه برخه راواخلئ، بیا پرې مالګه او تور مرچ واچوئ او و یې زبېښئ.

  • د ټوخي د آرامولو لپاره تر ټولو مشوره او کورنۍ طریقه داده، چې په یوه پیاله ګرمو شېدو کې دوه کاچوغې شات ور ګډ او وخورئ، نو ټوخی به مو آرام شي.

Loading...

دا هم ولولئ

شین ګلپي یا برکولي څه شی دی؟

شین ګلپي یا برکولي د ګلپي یو خاص ډول دی، چې له ډېرو غوره غذایې …