کورپاڼه / د لوبو راپورونه / انګلستان د سويلي افريقا لوبډلې ته ماتې ورکړه
جوني بيريسټو او بين سټوکس

انګلستان د سويلي افريقا لوبډلې ته ماتې ورکړه

د انګلستان لپاره جوني بيريسټو په لومړۍ نړيواله شل اوريزه لوبه کې په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه او د سويلي افريقا پر وړاندې يې د ٥ ويکټو په توپير بريا ورپه برخه کړه.

د سويلي افريقا او انګلستان ترمنځ لومړۍ نړيواله شل اوريزه لوبه پرون په کيپ ټاون کې ترسره شوه. د لوبې په پيل کې انګلستان پچه وګټله او لومړى يې سويلي افريقا ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

سويلي افريقا په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٦ لوبغاړو په سوځېدو ١٧٩ منډې وکړې، چې د انګلستان لوبډلې ته يې د ١٨٠ منډو هدف وټاکه.

د دوى له لوري فاف ډوپليسي ٥٨، راسي ونډر دوسين ٣٧، لوبډلمشر کوانټين ډي کوک ٣٠ او هينريک کلاسين ٢٠ منډې وکړې.

د انګلستان له لوري سام کران ٣، جوفرا ارچرا، ټام کران او کريس جورډن ١-١ ويکټ واخيستې.

د ١٨٠ منډو هدف د انګلستان لوبډلې په ١٩.٢ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او د ٥ ويکټو په توپير يې په لومړۍ نړيواله شل اوريزه لوبه کې سويلي افريقا ته ماتې ورکړه.

د دوى له لوري جوني بيريسټو په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه، نوموړي د ٤ شپږيزو او ٩ څلوريزو په مټ په ٤٨ توپونو ٨٦ ناسوځېدلې منډې وکړې او بين سټوکس ٣٧ منډې وکړې.

د سويلي افريقا له لوري جارج لينډ او لونګي نګيدي ٢-٢ او تبريز شمسي ١ ويکټ واخيسته.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه جوني بيريسټو ته ورکړل شوه.

د سويلي افريقا او انګلستان ترمنځ د ٣ نړيوالو شل اوريزو لوبو لړۍ دويمه لوبه به د نومبر په ٢٩مه نېټه په پارل کې ترسره شي. دواړه لوبډلې د نړيوالو شل اوريزو لوبو څخه وروسته د نړيوال يو ورځنيو لوبو لړۍ هم ترسره کوي، چې د دسمبر په ٤مه نېټه به پيل شي.

دا هم ولولئ

سریلانکا د اول پړاو وروستۍ لوبه په ریکارډ جوړولو سره وګټله

سریلانکا لوبډلې د لومړي پړاو وروستۍ لوبه د ریکارډ په جوړولو سره پای ته ورسوله …