کورپاڼه / خبرونه / وسيم اکرم: دا مسلکي لوبغاړي دي او که ماشومان؟ شعېب اختر: د پاکستان لوبډله خو څه د کوڅې لوبډله نه ده
شعېب اختر او وسيم اکرم

وسيم اکرم: دا مسلکي لوبغاړي دي او که ماشومان؟ شعېب اختر: د پاکستان لوبډله خو څه د کوڅې لوبډله نه ده

د نيوزيلېنډ حکومت له لوري د پاکستان ملي لوبډلې ته اخطار ورکولو څخه وروسته د پاکستان پخوانى لوبډلمشر او الراونډر لوبغاړى پاکستاني لوبغاړو ته غصه دى، خو پخوانى پاکستانى چټک توپ اچونکى بيا د نيوزيلېنډ حکومت او کرکټ بورډ ته په غصه دى.

دوه ورځې وړاندې د نيوزيلېنډ حکومت پاکستانۍ لوبډلې ته اخطار ورکړى و، چې لوبغاړي يې د کورونا احتياطي تدابير نه عملي کوي او که بيا ځلې يې تېروتنه وکړه، نو دوى به سيالۍ لغوه او لوبډله به بېرته ولېږي.

پاکستاني لوبغاړي

د ٦ پاکستاني لوبغاړو د کورونا ټېسټونه مثبت راغلي و او ويل شوي و، چې دوى احتياطي تدابير نه عملي کوي، د پاکستان کرکټ بورډ اجراييوي رييس وسيم خان هم لوبغاړو ته په خپل پېغام کې ويلي و، چې سخت وخت دى او دوى دې ټول پروټوکولونه په سمه توګه عملي کړي، ځکه دا سيالۍ د پاکستان لپاره مهمې دي.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى لوبډلمشر او الراونډر لوبغاړي وسيم اکرم په پاکستاني لوبغاړو نيوکې کړې دي او ويلي يې دي، چې دا مسلکي لوبغاړي دي او که ماشومان دي، چې د هرې خبرې پوهولو لپاره به ورپسې کسان ګرځي.

وسيم اکرم

وسيم اکرم وايي، لوبغاړو ته بايد دا معلومه وي، چې په کوم هېواد کې کوم پروټوکولونه عملي شي. د احتياطي تدابيرو عملي کول د لوبغاړو د خپلې روغتيا لپاره هم ضروري دي.

خو د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني چټک توپ اچونکي شعېب اختر بيا د نيوزيلېنډ په حکومت او کرکټ بورډ نيوکې کړې دي او ويلي يې دي، که چېرته نيوزيلېنډ سيالۍ لغوه کړي، نو پاکستان ته پکار دي چې هر ډول اړيکې ورسره ختمې کړي.

هغه په خپلو خبرو کې ويلي دي، چې دا د پاکستان ملي لوبډله ده او کومه د کوڅې لوبډله نه ده، چې داسې اخطارونه دې ورته ورکړل شي، موږ نيوزيلېنډ ته هېڅ اړتيا نه لرو.

شعېب اختر

هغه همدا راز نيوزيلېنډ ته ويلي دي، چې تاسې بايد زموږ احسان ومنئ، چې په داسې سخت وخت کې زموږ لوبډله نيوزيلېنډ ته درغلې او ستاسې سره لوبې کوي. تاسې د پاکستان په اړه خبرې کوئ، نو بايد د خبرو څخه مخکې فکر وکړئ.

شعېب اختر د پاکستان کرکټ بورډ ته هم په خپل پېغام کې ويلي دي، که چېرته نيوزيلېنډ د پاکستان لوبډله بېرته راولېږله، نو له نيوزيلېنډ سره دې هر ډول اړيکې ختمې کړاى شي.

Loading...

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز مينه والو ته پېغام لري + ويډيو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک پيليز توپوهونکى او ويکټ ساتونکى چې د ابوظهبي ټي …