کورپاڼه / روغتيا / کومې مېوې مو وزن ژر تر ژر کمولی شي؟
تازه مېوې

کومې مېوې مو وزن ژر تر ژر کمولی شي؟

د وزن ډېرول ترټولو ډېر آسانه کار دی خو په ډېر شوي وزن کې کمی راوستل یا یې په روغتیایي طریقه برابرول یو له ستونزمنو کړنو څخه شمېرل کېږي، خو که چېرته غواړئ چې دا کار آسانه کړئ نو ځیني خوندورې او رنګا رنګ مېوې استعمال کړئ، چې ډېر ژر به مثبته پایله ترلاسه کړئ.

روغتیایي کارپوهان وایي، هغه کسان چې غواړي برابر وزن ولري یا خپل وزن را کم کړي، نو دوی باید پخپلو ورځنیو خواړو کې په ډېره کچه فایبر، منرالونه او ویټامینونه شامل کړي او له کاربوهایډریټو، بازاري خوراکونو او له خوږو څښاکو دې ډډه وکړي او د ورځې دې تر دیرش دقیقو پورې ورزش وکړي یا دې هم قدم ووهي. دوی وایي، چې د مېوو یوه غوره ځانګړنه داده چې په کمه اندازه کالوري او په زیاته کچه فایبر، منرالونه او ویټامینونه لري، چې زموږ د روغتیا لپاره اړین دي او د وزن په کمولو کې هم مهم رول لوبوي.

اوس راځو دې ته چې کومې مېوې د وزن په کمولو مرستندویه تمامېږي؟

مالټه او کېنو:

د ژمي په موسم کې له نورو خوندورو مېوو سره مالټې او کېنو هم رسېږي. ویل کېږي چې مالټې او کېنو له ویټامین سي څخه ډکې وي. چې د وزن د کمولو سربېره د پوستکي په ښکلي کولو کې هم ګټور تمامېږي. دغه راز د مالټې په جوړښت د فایبر شتون کلیسټرول کموي.

د یوې څېړنې له مخې ویل کېږي، چې تر دوو میاشتو پورې د مالټې جوس څښل د کلیسټرولو په سطحه او وزن کې ښه کمښت راولي.

کېلې:

د کېلې په جوړښت کې په زیاته کچه پوتاشیم شتون لري، چې ډېر استعمال یې وزن ډېروي، خو په ورځني ډول له یوې څخه تر دوو کېلو پورې خوړل د میتابولېزم په عمل کې تېزوالی راولي او هغه غضلې چې د ورزش په سبب اغېزمنې شوي وي، جوړوي.

لیمو:

ویل کېږي چې لیمو د ویټامین سي سرچینه ده، چې د میتابولېزم په تېزولو او د دفاعي سیستم په ځواکمنولو کې مرسته کوي. دغه راز د بدن وازده هم اوبه کوي. هغه کسان چې چاغ وي په ورځني ډول دې یو لیمو استعمال کړي یا دې په سلادو وزبېښي یا دې په اوبو کې وکارول شي، خو د لیمو په اوبو کې ډېره مالګه یا زیاته بوره دې استعمال نه شي بلکې د نیمو ګرمو اوبو سره یې کارول ګټور ثابتېږي.

سنګتره:

ویل کېږي چې سنګتره د ځانګړو کیمیاوي خصوصیاتو په درلودلو د وزن په کموالي کې تر ټولو غوره مېوه ګڼل کېږي. سنګتره چې په زیاته اندازه ویټامین سي لري د انسولینو سطحه برابره ساتي، چې په همدې سبب په وزن کې کمښت هم راولي. دغه راز په سنګتره کې په کمه اندازه کالوري موندل کېږي، خو په جوړښت کې یې موجود فایبر د لوږې احساس کموي.

مڼې او ناک:

په مڼې او ناک دواړه کې په زیاته کچه اوبه موندل کېږي، خو که د پوستکي سره وخوړل شي نو بدن ته اضافه فایبر ورکوي، چې د لوږې احساس کموي. دغه راز د ذکر شوو مېوو جوس څښل د وزن په کمولو کې دومره ګټور نه تمامېږي، لکه څومره چې د مڼې او ناک خوړل اغېزمن وي.

هندواڼه:

هندواڼه یوه داسې مېوه ده چې په جوړښت کې یې په کافي اندازه پوتاشیم شتون لري، چې له (واټر ویټ) څخه مو ژغوري.

په عمومي ډول د یو بالغ انسان د بدن وزن له ۵۰ څخه تر ۶۰ سلنو پورې اوبه جوړوي، چې له دې څخه په زیاته کچه اوبو ته واټر ویټ وایي.واټر ویټ د خېټې د پړسوپ او سوخت لامل ګرځي او اغېزمن کس یو څه چاغ ښکاره کوي. په امریکا هیواد کې د ترسره شوې څېړنې څخه وموندل شوه، چې د هندواڼې د شربت په څښلو سره د بدن وازده اوبه کېږي او د کلیسټرولو کچه هم راټیټېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

د اینځرو حیرانوونکې ګټې

موږ ټول په دې پوهېږو چې الله ج انسان بې شمېره نعمتونه وربخښلي، چې په …