کورپاڼه / د لوبغاړو پېژندنه / د افغانستان ځوان ځلېدونکى کرکټر رحمان الله ګربز ١٩ کلن شو
رحمان الله ګربز

د افغانستان ځوان ځلېدونکى کرکټر رحمان الله ګربز ١٩ کلن شو

رحمان الله ګربز چې تېر کال نړيوال کرکټ ته راغى او د توپاني توپوهنې پر مټ يې خپل ځان ثابت کړ، چې نوموړى يو ښه توپوهونکى او ويکټ ساتونکى دى، نوموړى چې په ٢٠٠١ کال کې د نوموبر په ٢٨مه نېټه زېږېدلى، نن يې ١٩مه کليزه ده.

رحمان الله ګربز ډېرې کمې نړيوالې لوبې ترسره کړې دي، خو خپله وړتيا يې ښکاره کړې ده، همدا راز نوموړي په تجارتي ليګونو کې هم ځلېدلى او اوس هم د لنکا پريمئير ليګ کې لوبېږي.

نوموړى تراوسه پورې د افغانستان لپاره يوازې په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې لوبېدلى دى، هغه لومړۍ لوبه په ٢٠١٩ کال کې د سپتمبر په ١٤مه نېټه د زمبابوې او وروستۍ لوبه يې د ايرلېنډ پر وړاندې په ٢٠٢٠ کال کې د مارچ په ١٠مه نېټه ترسره کړې ده.

رحمان الله ګربز

نوموړي ١٠ نړيوالې شل اوريزې لوبې ترسره کړې دي، چې ٣٣٢ منډې يې ترلاسه کړي او په يوه لوبه کې يې ٧٩ زياتې منډې کړې دي. د هغه اوسط ٣٣.٢٠ دى او سټرايک رېټ يې ١٤٠.٦٧ دى، چې دوه پنځوسيزې يې هم وهلي دي.

نوموړى په نړيوال کرکټ کې د اې بي ډيويليرز سره هم مقايسه کېږي، ځکه د هغه په څېر Mr.360 ته هم ورته ويل کېږي، چې د نوموړي په څېر توپوهنه ترسره کولاى شي.

رحمان الله ګربز په دې کم عمر کې په کورنيو سياليو کې هم ډېر وځلېده. هغه چې په ٢٠١٩ کال کې په شپږيزه کرکټ ليګ کې د محمد نبي په لوبډلمشرۍ کې د مس عينک اتلانو لوبډلې لپاره لوبېده، د مس عينک په اتلولۍ کې يې مهمه ونډه درلوده.

رحمان الله ګربز

همدا راز په ٢٠٢٠ کال شپږيزه کرکټ ليګ کې رحمان الله ګربز د کابل بازانو لوبډلې لوبډلمشري په غاړه درلوده او په لوبډله کې هم ورسره تر ډېره ځوانان و، چې اتلولي يې خپله کړه. له هغه وروسته نوموړي د غازي امان الله خان ليسټ جام سياليو کې د مس عينک زون لوبډلې لوبډلمشري په غاړه درلوده او دغلته يې هم اتلولي خپله کړه.

نوموړى د دې تر څنګ د بنګله دېش غوره ليګ کې د کهلنا ټايګرز لوبډلې لپاره هم لوبېدلى دى او د کارابين پريمئير ليګ کې هم اخيستل شوى و، خو د کورونا له امله يې وېزه په وخت ونه شوه او يادو سياليو ته لاړ نه شو.

رحمان الله ګربز

اوسمهال رحمان الله ګربز په سريلانکا کې دى، چې هلته په لنکا پريمئير ليګ کې د کنډي ټسکرز لوبډلې لپاره لوبېږي. نوموړي په لومړۍ لوبه کې چټکه پنځوسيزه ووهله او لومړنى توپوهونکى شو، چې په يادو سياليو کې لومړۍ منډه، لومړۍ شپږيزه او لومړۍ پنځوسيزه په خپل نوم کړه.

رحمان الله ګربز ١

رحمان الله ګربز ١٢ فرسټ کلاس، ٢٩ ليسټ اې او ٣٧ شل اوريزې لوبې ترسره کړې دي. هغه په فرسټ کلاس کې ٩٤١، په ليسټ اې کې ٨٠٤ او په شل اوريزو لوبو کې ٩٥٣ منډې ترلاسه کړې دي.

همدا راز فرسټ کلاس کې يې ١ سليزه او ٧ پنځوسيزې، ليسټ اې کې يې ٢ سليزې او ٣ پنځوسيزې او شل اوريزو لوبو کې يې ٧ پنځوسيزې وهلي دي.

په نړيوالو، کورنيو او تجارتي سياليو کې نوموړي د ويکټ ساتونکي په توګه ٦٧ کېچونه نيولي دي او ١٥ لوبغاړي يې سټمپ اوټ کړي هم دي.

Loading...

دا هم ولولئ

ظاهر خان

د ظاهر خان کليزه، پوهېږئ د څو کلونو شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ورو توپ اچونکى ظاهر خان چې اوسمهال په اسټراليا کې …