که چېرته تاسې غواړئ چې خپله څېره مو په يو چا وپلورئ، نو په جاپان کې يو شرکت داسې دى، چې هغه د خلکو څېرې اخلي.
په ټوکيو کې يو شرکت چې ماسکونه جوړوي، د سټور کيمينيا اوموټو په نوم دى، چې د خلکو څخه د هغوى د څېرو حقوق اخلي او له هغه وروسته د دوى د څېرو هايپر ريليسټک 3D څېرې جوړوي او بېرته يې په نورو خلکو پلوري.
ياد شرکت چې له کله راهيسې د خلکو د څېرو د حقوقو اخيستلو په اړه اعلان کړى دى، له هغه وروسته دا چاره په خلکو کې ډېره مشهوره شوې ده.
ياد شرکت وايي، چې دوى لومړى د يو چا د څېرې حقوق اخلي، بيا په هايپر ريليسټک ډول د دې څېرو 3D پرنټ اخلي او له جوړولو وروسته يې بيا په ٩٤٠ امريکايي ډالر بېرته پلوري.
د شرکت مسوولين وايي، که د يو چا د څېرې ماسک په خلکو کې مشهور شو او شرکت ته يې ډېره ګټه ورسوله، نو ياد کس ته به د دې ګټې يو سلنه برخه هم ورکړل شي.
د دې پروژې هدف څه دى؟
د دېټ فېس (That Face) په نوم د دې پروژې هدف دا دى چې د خلکو څېرې واخيستل شي او هغوى ته خيالي يا ساينس فکشن بڼه ورکړي، په دې پروژه کې د هغه کسانو چې عمرونه يې له ٢٠ کالو څخه پورته وي او په ټوکيو کې ژوند کوي، د خپلې څېرې د حقونو پلورلو لپاره ياد شرکت سره اړيکه نيولى شي، چې شرکت به د دوى شناخت پټ ساتي.
د ماسک جوړولو دغه شرکت وايي، چې دوى د هيچا شخصي معلومات بل چاته نه ورکوي او د دوى ټول معلومات به له دغه شرکت سره په خوندي ډول پارته وي.
شرکت د څېرو انتخاب د پچې له لارې وکړ
په يو داسې وخت کې چې د شخصي معلوماتو او پرايويسي اهميت د پخوا په پرتله بېخي ډېر شوى دى، د پېسو په بدل کې د خپلې څېرې د حقونو خرڅول يو ډېر جالب کار دى، خو کيمينيا اوموټو شرکت وايي، چې د دوى دا وړانديز تېره مياشت ډېر په خلکو کې مشهور شوى دى.
د دې شرکت د څېرو د حقونو اخيستلو اعلان په پيل کې يوازې د ټوکيو پورې و، خو وروسته په دې چاره کې د خلکو علاقه دومره زياته شوه، چې شرکت دې ته مجبوره شو چې د څېرو انتخاب د پچې له لارې وکړي.
دغه شرکت وايي، چې خيالي يا ساينس فکشن کيسو اوس حقيقت خپل کړى دى، او تراوسه پورې چاته نه ده معلومه، چې د يو ډول څېرو سره به په نړۍ کې د خلکو څه حال وي.
دغه شرکت وايي، چې موږ ستاسې څېرې اخلو هم او هغه بېرته په نورو خلکو پلورو هم.
د يادولو وړ ده چې کيمينيا اوموټو د جاپان لومړنى شرکت نه دى چې د خلکو د څېرو حقوق اخلي او بېرته يې پلوري، بلکې تر دې مخکې په ٢٠١١ کال کې هم د REAL-f په نوم شرکت د پېسو په بدل کې د خلکو د څېرو د 3D ماسک جوړولو او پلورلو کار کړى و.